نشه شخص له ډېرې لوږې ژوندی چرګ خوړلی

پام وړ

نشه شخص له ډېرې لوږې ژوندی چرګ خوړلی

779

د هند د تلینګانا ولسوالۍ په محبوب اباد سیمه کې دوه نشه کسانو یو چرګ اخیستی و چې کور ته به یې وړي او له پخولو وروسته به یې خوري.
ټایمز اف انډیا لیکي، هغه ویډیو چې ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، په کې لیدل کېږي چې له دغو کسانو یو یې چې ډېر وږی وي، د سړک پر غاړه له چرګ بڼکې لرې کوي او د ژوندي چرګ په خوړلو پېل کوي.
ویډیو کې لیدل کېږي چې یو ملګری یې پر ځمکه پروت دی او دا بل ښه په خوند پر ژوندي چرګ شخوندونه وهي.
د ژوندي چرګ خوړونکي شخص د چرګ وینه هم څښلې.
ډېرو کسانو دغه کړنه عجیبه بللې.



اعلان