دې ډول ناروغیو ته په سرسري نظر مه ګورئ

روغتیا

دې ډول ناروغیو ته په سرسري نظر مه ګورئ

548

ډیر ځله داسې پېښیږي چې بدن کې په ناڅاپي ډول درد پیدا او بې له دې چې درمل وکاروي له منځه ولاړ شي، دا درد د یوې لویي ستونزې په لور اشاره کوي، د دا ډول نښو او نښانو په اړه به معلومات درکړو چې ستاسو بدن کې د ستونزې په اړه خبرداری درکوي.
- د سر درد: په ځينو وختونو کې یو څوک د سر له درده شکایت کوی، خو دا اړینه نه ده چې دا د کومې لویي ناروغۍ نښه وي، خو که چېرته درد ډیر او د سر په یوه برخه کې وي بیا د اندېښنې وړ ده، ځکه چې دا د وینې د رګونو د چاودیدو او یا د دماغو د ناروغۍ نښه وی چې د مرګ لامل ګرځي.
- سینه کې درد: د سینې درد همیشه د زړه ناروغۍ پورې تړلی نه وي، دا د وینې جمع کیدو، د سږو، مرۍ کې ستونزه او د بل کوم ډول ناروغۍ نښه کیدلی شي، د سینې درد له امله بلغم، استفراق او یا په بدن یخه خوله راتللو سره باید ډاکټر ته مراجعه وشي.
- په یوه سترګه څه نه لیدل: یوه سترګه په ناڅاپي ډول لیدل پریږدي نو دا د فلج نښه ده، ځکه دا په عام ډول دماغو ته د اکسیجن رسېدو کې کمی راغلی وي او د بدن په ځينو برخو کې پېښيږي.
- تنفس بندي: په ناڅاپي ډول ساه اخیستو کې ستونزه پیدا کیدل د دماغي نا ارامۍ نښه ده او د سږو په ځينو رګونو کې د وینې د جمع کیدو لامل ګرځي.
- ډیر وخت ستړیا: ورځنی کارونو له امله ستړیا یوه عامه ستړیا ده، خو که چېرته دا ستړیا ټوله ورځ دوام وکړي نو دا د زړه د ناروغۍ نښه ده.
- په ناڅاپي ډول وزن کمیدل: لامل له معلومیدو پرته وزن کمیدل د سرطان، ینه او په سینه کې د مرغړيو د پیدا کیدو نښه وي.
- استفراق کول: ډير وخت د ډوډۍ له خوړلو وروسته استفراق کول د معدې د سرطان نښه وي، همدارنګه د سرسري ناروغۍ او يا خوراک د خرابوالي له امله هم کیدلی شي.
- همیشنی ټوخی: په عام ډول ډير وخت ټوخی د سږو د سرطان نښه وي خو د نمونیا ناروغي هم بلل کیدلی شي چې د ستونزمنو ناروغیو په لور بیول کوي.



اعلان