د چټک انټرنټ لرلو یو لوی زیان

روغتیا

د چټک انټرنټ لرلو یو لوی زیان

416

چټک انټرنټ لرل د هر چا هیله وي، خو یو لوی زیان یې رامخې ته شوی دی.
اصلي خبره داده، هغه کسان چې کور کې چټک انټرنټ لري، نو د خوب د کموالي ډېر ښکار وي. د ایټالیې په باکوني پوهنتون کې تر سره شوې څېړنه کې ویل شوي چې فایبر نټ اوس د عام کېدو په لوري روان دی، خو ور سره د خلکو خوبونه هم تښتي.
هغه کسان چې په کورونو کې براډ بینډ broad band نټ کاروي، نو له نه کاروونکو کې خوب پنځه ویشت دقیقي لږ وي.
د څېړنې له مخې، هغه کسان چې دغه پراخه او چټک نټ کاروي، نو خوب یې لږ او ستړیا په کې پیداکېږي.
د څېړونکو په وینا، کله چې نټ چټک وي، نو خلک ډېر وخت انلاین (پر لیکه) تېروي او د شپې تر ناوخته په ټولنیزو شبکو، ویډیو ګېمونو او ویډیو کتلو باندې بوخت وي.
دغه څېړنه چې په اکانومیک او ارګانایزیشن نومي ژورنال کې خپره شوې، په کې راغلي چې د دیارلس او دېرشو کلونو تر منځ عمر لرونکي خلک نټ زیات کاروي او دغه تمایل له یو دېرش څخه تر نهه پنځوس کلونو تر منځ عمر لرونکو کې د لوړېدو په حال کې دی.



اعلان