مشهور روانپوه: که کوچنيان مو روغ غواړئ ځيرک مبايلونه مه ورکوئ

روغتیا

مشهور روانپوه: که کوچنيان مو روغ غواړئ ځيرک مبايلونه مه ورکوئ

336

د انګلستان د رويل کالج مشهور روانپوه ټينګار کړی، چې بايد حکومت داسې لارښوونې صادرې کړي، چې پلرونه له ۱۱ کلونو کمو عمرونو کوچنيانو ته له ځيرک مبايلونو ورکولو ايسار کړي. ډاکټر جون ګولډن ويلي چې که دا چاره ترسره شي پلرونه به د خپلو بچيانو د غوښتنو پوره کولو ته رسيدګي وګړی شي.

ډاکټر ګولډن خبرداری ورکړی چې کوچنيان دې د ټولنيزو اړيکو د شبکو پر مخ ډېر نه پرېښودل کېږي، ځکه موندنې ښيي، چې دا کار هغوی له ژور خپګان او اندېښنو سره مخ کوي.

دغه انګرېز روانپوه دا څرګندونې د یوه مهم راپور له خپراوي وړاندې کړي، چې د پوهنتونونو استاذانو په ګډه جوړ کړی او په کې پر دې بحث شوی، چې پر انټرنټ د کوچنيانو د وخت تېرولو مخنيوی وشي. ګولډن په دې بحث کې ګډون کړی دی.

دغه راپور په ډاګه کړې ده، چې د انټرنټ او ټولنيزو شبکو ډېرې کارونې ځوانان له اوږدمهالي خپګان سره مخ کړي، په ځانګړي ډول د ۱۶ او ۲۴ کلونو تر منځ نجونې. راپور کې ويل شوی چې دې برخه کې د اوس او د لس کاله مخکې وخت چې ځيرک مبايلونه نه و را ښکاره شوي، ستر توپير دی.

بله روانپوهه او د عقلي روغتيا ډاکټره هايلي وان زوانيبرګ هم ټينګار کوي، چې لومړني ښوونځي او مکتبونه بايد له ميندو او پلرونو سره داسې تړونونه رامنځته او لاسليک کړي، چې له مخې به يې مور او پلار د کالج تر مرحلې بچيانو ته ځيرک مبايلونه نه پېری.

ډاکټرې ټينګار کړی چې ښوونځي به له دې چارې ګټه پورته کړي او کوچنيان به د شپې له مخې ځيرکو مبايلونو کې د بوختيا له امله د ورځې په ټولګيو کې پرکاله او ويده نه وي او عقلي روغتيا به يې خوندي وي.



اعلان