سهار په نهاره د اوبو څښلو روغتیایي ګټې

روغتیا

سهار په نهاره د اوبو څښلو روغتیایي ګټې

765

زموږ ټولنه کې خلک خوړولو ته لومړیتوب ورکوي، خو بیا هم ټولنې له یو بل سره توپیر لري، سهار کې په نهاره اوبه څښل د جاپان د خلکو عادت دی چې سهار له خوبه ویښ شي په اوبو څښلو پیل کوي، څېړنو ښودلې چې په نهاره اوبه څښل ډيرې روغتیایي ګټې لري.
که چېرته مو تر یوې میاشتې په پرله پسې ډول سهار کې په نهاره اوبه څښل پیل کړل نو ډیرې روغتیایی ګټې به یې ووینئ، یو څو یې په لاندې ډول دي:
- روغ او چست بدن: د یوې څېړنې له مخې که یو کس سهار په نهاره اوبه وڅښي ټوله ورځ به روغ او چست وي، د ستړیا او لټۍ هېڅ ډول احساس به نه کوي، ځکه په دې سره بدن کې زهرجن مواد کمزوري کیږي.
- د هضم نظام پیاوړی کوي: د یوې څېړنې په پایله کې ښودل شوې چې په نهاره اوبه څښل د هضم نظام پیاوړی کوي او که څوک زر زر د لوږې احساس کوي دا ستونزه هم له منځه وړي.
- وزن کمیدل: د لږې لوږې سره د انسان هضم کمزوری کیږي، خو په نهاره د اوبو څښل وزن برابر ساتي او د هضم نظام پیاوړی کوي.
- د سینې سوځښت: د سینې سوځښت له پاره په نهاره اوبه څښل ډیر ګټور دي، ځکه د ډوډۍ خوړلو وروسته د معدې تېزاب له منځه وړي.
- پوستکی ښکلی کوي: په نهاره د اوبو څښلو سره پوستکی روغ، ښکلی او تازه وي.
- ویښتان ښه کوي: د ویښتان اړوندې ناروغۍ له منځه وړي او ښکلا ورکوي.
- د ناروغيو ګواښ کموي: د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي او د نزله، زکام، تبه او د قبض په څېر ناروغیو مخنیوی کوي.
سهار کې په نهاره د اوبو څښلو سمه طریقه باید خپله کړو، ځکه د دې سره به مو بدن پیاوړی، روغ او ښکلی وي.
سهار له ویښیدو وروسته سمدستي باید دوه نه تر څلور ګیلاسونو اوبه وڅښل شي، که چېرته دومره اوبه څښل ستونزمن وي باید له یو ګیلاس اوبو څخه پیل وشي او په کرار کرار زیاتې شي، له اوبو څښلو وروسته باید تر ۴۵ دقیقو خواړه ونه خوړل شي.
سهار، غرمه او ماښام له خوړو وروسته باید تر دوه ساعته اوبه ونه څښل شي، ځکه ستونزې پیدا کوي.



اعلان