هندۍ ښځې مېړه ته د دویم واده په اړه داسې سزا ورکړه چې خلک یې حیران کړل

پام وړ

هندۍ ښځې مېړه ته د دویم واده په اړه داسې سزا ورکړه چې خلک یې حیران کړل

2605

هند کې مېړه د دویم واده سره له لومړۍ ښځې بې پروا او ډیر وخت به د دویمې ښځې په څنګ کې پاتې کېده، لومړۍ ښځې هوډ وکړ چې له مېړه به د دې بې پروایي غچ به داسې ډول اخلي چې بدني زیان ولري او یا د ډيرو کلونو له پاره زنداني شي، داسې کوم ډول پریکړه ښځې له ځان سره کړې وه؟
د هند په شمالي ایالت اترپردیش کې مېړه یو کال د دویمې ښځې سره تېر کړ، له لومړۍ ښځې یې کوچنیان هم درلودل او مېړه به همیشه د دویمې ښځې سره پاتې کېده، د مشرې ښځې ستونزې ورځ تر بلې ډيریدلې او مېړه ورته هېڅ پام نه کاوه.
د مشرې ښځې زړه کې د غچ اور له معمول ډير شوه، یوه تیره چاړه یې واخیسته او له مېړه یې تناسلي اله پرې کړه.
د اترپردیش ښار د پولیسو مشر انیل کومار کپروان د پېښې تایید کړی او د ښځو ۴۵ کلن خاوند یونس احمد یې د اترپردیش روغتون ته د درملنې له پاره استولی.
د پولیسو مشر ویلي، پرون د ښځې او مېړه تر منځ تاوتریخوالی د دې لامل شو چې ښځې له نارینه تناسلي اله پرې کړه، د یونس احمد روغتیا د ګواښ سره مخ وه چې روغتون ته ولېږدول شو، پولیسو له ښځې څېړنه پیل کړې، ښځې له وړاندې هم پولیسو ته د مېړه په اړه شکایت کړی و.
پولیسو ویلي، ښځې د مېړه بدن ته زیان رسولی او کیدای شي چې د لسو کلونو په بند محکومه شي.



اعلان