واشنګټن پوسټ: امریکا له افغانستانه د وتلو لار مومي: ځلاند ویب پاڼه

واشنګټن پوسټ: امریکا له افغانستانه د وتلو لار مومي

نظر او تحليل

واشنګټن پوسټ: امریکا له افغانستانه د وتلو لار مومي

1490

امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه یو مطلب خپور کړی.
د مقالې لیکوال له طالبانو سره د امریکا خبرو ته اشاره کړې او لیکي، امریکا له دې لارې غواړي چې له افغانستانه د وتلو لار پېدا او افغان جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
د لیکوال په خبره، امریکا په سم لوري روانه ده. لیکوال له امریکا غوښتي چې د نورو هېوادونو ګټې هم په نظر کې ونیسي او رول یې ومني.
لیکوال امریکایي حکومت ته د مشورې په ډول وایي چې پر ډپلوماټیکو هڅو تمرکز وکړي او د هند رول کولی شي چې سټراټېژیک لر لید بدل کړي.
د راپورونو له مخې، امریکایي چارواکو په قطر کې له طالب استازو سره کتلي او پرېکړه یې کړې چې بیا به ژر سره وګوري.
ویل کېږي چې د دواړو لورو بله ناسته به له لوی اختر څخه مخکې وي.
د دواړو لورو تر منځ به د خبرو مهمه موضوع له افغانستانه د امریکایي پوځیانو وتل وي.
سرچینو ویلي چې تېرې ناسته کې دواړو لورو پر راتلونکي اور بند هم خبرې کړي او تمه ده چې دې اختر کې به اوږد مهاله اور بند وشي.