غوړیو له خوراک ځان وساتئ خو کورني غوړي وخورئ او له ګټو یې خبر شئ

روغتیا

غوړیو له خوراک ځان وساتئ خو کورني غوړي وخورئ او له ګټو یې خبر شئ

577

په اوسني وخت کې له غوړیو پرته خوراک شونی نه دی، څوک تیل کاروي څوک د بازار غوړي خو په ټولو خوراکونو کې مناسب او خوندور خواړه هغه دی چې روغتیا او بدن له پاره ګټور وي، خواړه که چرته په کورنیو غوړیو کې تیار شي له ګټې سره سره خوندور هم وی، په کورنیو غوړیو کې طبیعي ګټې او پاکوالی شتون لري.
د دې غوړیو د پاکوالي یوه نښه دا ده چې اوبه او شېدې ورڅخه وویستل شي او په پاک ډول سوچه غوړي پاتې کیږي.
د کورنیو غوړیو ګټې:
کورنيو غوړیو کې ډير ویټامین شتون لري: که یو څوک د کورنیو غوړیو په خوړلو عادت وي د هغه له پاره د نور ویټامینونو د کارولو اړتیا نشته، ځکه په یوه کاشوغه کورنیو غوړیو کې ویټامین ای (د هډوکو، پوستکي، بدني پیاوړتیا له پاره)، ویټامین ډي (بدن کې د کلشیمو خپرولو له پاره)، ویټامین اي (د سترګو او دماغو د ښه کولو له پاره)، ویټامین کی (د وینې نرمېدلو له پاره اړین دی) شته، همدارنګه نور ډير ډول ډول ويټامینونه د بدن د اړتیا پوره کولو له پاره په کې شتون لري.
بدني پیاوړتیا له پاره اړین دي: کورنیو غوړیو کې یو ډول پیاوړي مواد شتون لري چې فیټي ایسډز په نوم یادیږي او د بدن په پیاوړتیا کې فعاله ونډه لري.
له قبض مو ساتي: که یو څوک د قبض له ناروغۍ کړیږي کورني غوړي یې له منځه وړلو له پاره ښه درمل دي، د شپې له ویده کیدو وړاندې غوړي ګرم او دوه کاشوغې له شيدو سره ګډ او وڅښل شي.
له بدن څخه اضافي وزن له منځه وړي: کورنیو غوړیو کې امینو ایسډز په ډیره پیمانه شتون لري، د بدن څخه اضافی وزن په کمولو کې مرسته کوی، که د یو چا بدني وزن په چټکۍ سره زیاتیږي نو کورني غوړي دې وکاروي ځکه په دې غوړیو کې لنولینک ایسډ چې د اومیګا ۶ فیټي ایسډز یو ډول دی شتون لري، دا مواد له بدن څخه اضافي وزن او د اومیکا ۳ فیټي ایسډز د ملا زیاتي وزن له منځه وړي.
بدن ته پیاوړی وزن ورکوي: کورنیو غوړیو کې سچوټیټډ فیټ مواد شتون لري، په عام ډول باید په مناسبه اندازه وکارول شي او په ځانګړي ډول د زړه د ناروغانو له پاره، خو په غوړیو کې شته فیټي ایسډز په میټابو لیزم یا هضم او دماغو باندې هم ښه اغیز کوی.
د معدې له پاره ښه خواړه دي: کورنیو غوړیو کې داسې فیټي ایسډز شته چې د خوړو دروندوالی کموی او هضم پیاوړی کوي.
کورني غوړي زیان رسوونکي شیان له منځه وړي: که چرته په تېز اور سره خواړه پاخه شي بدن ته زیان رسوونکي مواد تولیدوي، خو کورني غوړي دا ډول له زیان نه ډک مواد له منځه وړي.
د سرطان ناروغۍ مخنیوی کوي: کوجیګیټډ ایسډ په نوم مواد بدني وزن او د وینې د فشار په ګډون د سرطان مخنیوی هم کوي، ساینسپوهانو ویلي چې په دې اړه نورې څېړنې ته اړتیا ده خو دا خبره روښانه ده چې په کورنیو غوړيو کې دا مواد ډير شتون لري.
پوستکی له داغونو ساتي: د پوستکي ټپ داغ کیدلو د مخنیوی له پاره په کورنیو غوړیو کې طبیعي مواد شته، که په ټپي شوي ځای ومږل شي پوستکی به له داغ کیدو وژغورل شی.
له خوراک وروسته خیټه له پړسیدو ساتي: له خوراک وروسته د هر انسان خیټه یو اندازه لویږي، د پوهانو پر وینا په دې غوړیو کې د خیټې د سم ساتلو له پاره ډير مواد شته، همدارنګه ښه خوب، وزن او د وینې غوړ هم په اندازه ساتي.
د غړو او هډوکو دردونو له پاره اړین دي: کورني غوړي د ډير وخت له پاره کارول بدن اضافي غوړ او وزن کموی او غړي پیاوړي کوي، د دې سره سره د هډوکو او غړو له دردونو هم انسان ساتي.



اعلان