د انټرنیټ په پاڼه د دې مشهورې څېرې اصلي خاوند څوک دی؟

پام وړ

د انټرنیټ په پاڼه د دې مشهورې څېرې اصلي خاوند څوک دی؟

823

د انټرنیټ په پاڼو او په ځانګړي ډول په ټولنیزو رسنیو کې دا خپره شوې مشهوره او خندوونکې څېره په لږ وخت کې ډيره نشر او خلک ورسره ډير اشنا شوي دي، دا یوه اسیایي څېره ده چې په عربي او نوره نړۍ کې یې ډير خلک پېژني او د پام وړ ګرځیدلې ده.
د العالم خبري اژانس د راپور له مخې دا خندنۍ څېره له لسو کلونو راهیسې په ټولنیزو رسنیو د خلکو د پام وړ ګرځيدلې، خو د دې څېرې د خاوند هویت او انځور د ټوکې او خندا له امله په رسنیو کې د مسخرې سمبول ګرځېدلی، د څېرې خاوند لس کاله د مخه په یوه تلویزیوني مرکه کې د یوې پوښتنې د ځواب ورکولو په وخت کې خندنی کیږي.
د دې مشهورې خندنۍ څېرې اصلي خاوند یو چینایي دی چې د باسکیټبال تقاعد شوی لوبغاړی او یاو مینګ نومیږي، نوموړی په چین کې د شنګهاي شارکس او د امریکا په هوسټن راکیټس کلبونو کې هم لوبیدلی دی.
د نوموړي مشهور شوی انځور په ۲۰۰۹ کال کې د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د خپل ملګري ارټیسټ سره اخیستل شوی و، کنفرانس کې دواړه لوبغاړي د یو بل سره په خندا، خوښۍ، ټوکو او طنز په حال کې مخ شوي دي، له هغې شیبې وروسته دا انځور په ټولنیزو رسنیو کې د ټوکې او طنز له پاره یو مناسب سمبول وګرځيد.



اعلان