سرچینې: سعودي او اماراتو پر قطر د برید پلان جوړ کړی و

ګنګوسې

سرچینې: سعودي او اماراتو پر قطر د برید پلان جوړ کړی و

949

یو شمېر امریکایي سرچینې وایي، سعودي او متحده عربي اماراتو، تېر اوړی، پر قطر د برید کولو پلان جوړ کړی و.
د امریکا استخباراتي او د بهرنیو چارو وزارت سرچینو، د نوم نه ښودلو په شرط، دې انټرسیپټ رسنۍ ته ویلي، د امریکا د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر، رېکس ټېلرسن، د سعودي د دغه برید په پلان کې مداخله کړې وه.
ویل کېږي چې ټېلرسن سعودي چارواکو ته ټیلیفونونه کړي وو او ترې غوښتي یې و چې د قطر پر ضد پوځي ګام وانخلي.
ټېلرسن چې وروسته د امریکا ولسمشر له دندې ګوښه کړ، ګومان کېږي چې د لرې کولو له پاره به یې سعودي او اماراتو لابي کړي وي، ځکه د ټېلرسن کړنو سعودي او امارات غوسه کړي وو.
نږدې دوه کاله وړاندې سعودي او ملګرو یې له قطر سره اړیکې پرې کړې او د دغه هېواد کلابندي یې پېل کړه چې تر اوسه روانه ده.
سعودي او ملګري یې قطر د ترهګرو په ملاتړ تورنوي، خو قطر یې تورونه ردوي.



اعلان