د ادرک خوړلو یوه ډېره مهمه ګټه

پام وړ

د ادرک خوړلو یوه ډېره مهمه ګټه

467

جرمني کې پر ادرک د یوې شوې څېړنې پایله کې د نورو ګټو تر څنګ یوه ګټه دا راوتې چې ادرک د خولې او ساه (تنفس) بد بویي له منځه وړي.
ادرک د جنجرول په نوم یوه ماده لري چې ادرک ته تروش خوند ورکوي. دغه ماده چې خولې ته لاړه شي، نو خوله کې د بد بویی جوړولو انزایم له منځه وړي.
ادرک په کتغ او چای دواړو کې کارولی شئ.
ماهرین وایي، کېدای شي چې ژر د ادرک خوله وینځونکی (موت واش) او کریم (ټوټ پېسټ) هم جوړ شي.
دغه څېړنه د میونیخ په تخنیکي پوهنتون کې تر سره شوې ده.
ماهرینو زیاته کړې، د ادرک له خوړلو وروسته په خوله کې بد بوی پېداکوونکي سلفر مرکبات له منځه ځي، ځکه ادرک کې شته سلفا هایډرل اکسیډ ون یې ژر ختموي.
بل خوا، ادرک مو په نس کې چنجني او نس درد هم له منځه وړلای شي.



اعلان