بدن کې د ویټامین بي ۲ د کمي نښې

روغتیا

بدن کې د ویټامین بي ۲ د کمي نښې

424

ویټامین بي ۲ (Vitamin B2) یو له هغه ۸ بي ویټامینونو له جملې څخه دی چې زموږ بدن کې ډير مهم رول لري، ویټامین بي ۲ په بدن کې د وینې د حجرو د روغتیا برابرولو کې چې د سترګو او پوستکي له پاره ډير اړین دی جوړوي، همدارنګه بدن کې د انرژۍ اندازه هم لوړوي.
بدن کې د میټابولیزم یا د هضم نظام هم پیاوړی کوي، د امیندوارو ښځو او د ماشوم هډوکي پیاوړي کولو له پاره ویټامین بي ۲ تر ټولو ډیر اړین دي.
بدن کې ویټامین بي ۲ کمیدل ډير په اسانۍ سره نه را منځ ته کیږي، ځکه په هر خوراک کې ویټامین بي ۲ شتون لري، په ځانګړي ډول د کومو کسانو چې وزن لږ وي یا یې د هضم نظام په عامه توګه ګډوډ وي نو د هغوي بدنونه د ویټامین بي ۲ له کمی سره مخ وي.
بدن کې د ویټامین بي ۲ د کمي نښې:
- کمزورتیا او د ستړیا احساس کول
- د طبیعت بدلون
- د ستوني درد
- د پوستکي چاودیدل
- د پوستکي سوځیدل
- د وینې کمی
په خپلو خوراکونو کې تازه سبزي او مېوې، هګۍ او شیدې ډيرې کړئ، ځکه په دې کې په ډيره پیمانه ویټامین بي ۲ شتون لري او ستاسو روغتیا سمه ساتي.



اعلان