نجلۍ چې پر سینه او نس دوه اضافي لاسونه لري

پام وړ

نجلۍ چې پر سینه او نس دوه اضافي لاسونه لري

857

فلپین کې داسې یوه نجلۍ شته چې پر سینه او نس باندې دوه اضافي لاسونه لري.
دغه عجیب او نادره خبر د فلپین د لیګا سیمې د اوسېدونکې، ویرونیکا، په اړه دی چې یو اضافي لاس یې نوکان هم لري، لوییږي او بیا یې پرې کوي.
نوموړې ویلي، لومړیو کې دا لاسونه ډېر کوچني وو، خو اوس په چټکۍ وده کوي.
کله چې ویرونیکا د مور په نس وه، نو بل غبرګوني ورور یا خور یې په سم ډول وده و نه کړه او د بدن ځینې غړي یې د ویرونیکا له بدن سره یو ځای شول او نوموړې نړۍ ته راغله.
هغه په لویې ستونزه کې ده، ځکه له دغومره ډېر وزن سره ګرځېدل ورته ډېر ستونزمن دي.
خو اوس د ویرونیکا ګاونډیانو او نورو خېر غوښتونکو پیسې ټولې کړي او تایي لېنډ ته یې د درملنې له پاره استوي.
یوه تایي لېنډي جراح ویلي، په یوه اسانه عملیات به د ویرونیکا اضافي لاسونه لرې کړل شي.



اعلان