"امریکایي ځانګړو ځواکونو کندهار کې له عادي انسانه درې چنده غټ مخلوق وژلی"

پام وړ

3176

دغه ګنکوسې له کلونو شته چې امریکایي ځانګړو ځواکونو کندهار ولایت کې له عادي انسانه درې برابره غټ (انسان صفته) ژوندی مخلوق وژلی دی.
برتانوي ډیلي سټار په همدې اړه یو مطلب خپور کړی. مطلب وایي، دغه مخلوق هغه مهال ووژل شو چې امریکایانو د یوه ورک پوځي لټه کوله، خو امریکایي ادارې دغه دعوی رد کړې ده.
دغې موضوع ته په لومړي ځل دوه کاله وړاندې فلم جوړوونکي او بلاګ لیکوونکي ایل ای مرزولي په یوه ډاکومنټرۍ فلم کې اشاره کړې چې یو ټیوب کې شته.
دوه پخواني ځانګړي ځواکونه وایي، د دغه مخلوق له وژلو پوځیان خبر وو، خو هېچا عامو ځایونو کې نه یاداوه.
یوه پوځي ویلي، دا د یوه عادي انسان له کچې درې برابره زیات و او په لاسونو او پښو کې یې اضافي ګوتې هم درلودې.
یوه بل پوځي ویلي، دا یو سړی و چې له دولس فوټو تر پنځلس فوټو یې لوړوالی درلود.
"دا یوه غټه بلا وه چې سره ږیره یې درلوده او اوږده ویښتان یې پر اوږو پراته وو".
دغه مخلوق د ډېن په نوم د دوی یو پوځي ملګری هم وژلی.
ویل کېږي، د وژل شوي مخلوق یوولس زره پونډه جسد د چورلکې په واسطه یوړل شو او پوځیان د نه څرګندتیا په تړون لاسلیکولو اړ شول.
د امریکا دفاع وزارت داسې ثبت نه لري چې کوم پوځي یې دغه ډول پېښه کې وژل شوی وي.
د نړۍ تر ټولو لوړ انسان روبرټ وډلو و چې د مړینې پر مهال یې اته فوټه او یوولس انچه قد درلود. دی په ۱۹۴۰ ز کال کې مړ شوی.



اعلان