د پستې په زړه پورې روغتیایي ګټې

روغتیا

د پستې په زړه پورې روغتیایي ګټې

731

پسته د افغانستان له مشهورو مېوو څخه ده، په داخل کې یې ډير خلک خوري، د نړۍ ډيرو هېوادونو ته هم لېږل کیږي، خو دا وچه مېوه یو شمېر خلک نه خوښوي، له خوړلو یې ډډه کوي، که چېرته د دې مېوې له خوند او ګټو خبر شي هېڅکله به یې له خوړلو لاس په سر نه شي، یو شمېر خلک په دې نظر دي چې وچه مېوه د وزن د زیاتېدو لامل کیږي خو دا سم نظر نه دی.
یوې څېړنې ښودلې چې په ورځني ډول ۲۵ ګرامه پسته تر ۱۲ اونیو پورې خوړل د وینې ګلوکوزو اندازه برابره ساتي، پسته نورې ډيرې ګټې هم لري چې په لاندې ډول دي:
- انټي اکسایډنټس (ویټامین ای، بټاکاروټن، اسیډفولیک): پسته دا مواد په ډیره کچه لري، د انسان په بدن کې پسته د انټي اکسایډنټ حجرو په واسطه هغه ستونزې له منځه وړي چې وژونکې دي او ګواښ یې کموي، د چارمغز وروسته پسته کې هغه مواد شتون لري چې بدن ته انټي اکسایډنټ په پراخه کچه تولیدوي.
- د زړه له پاره ډیره ګټوره ده: که هره ورځ له ۲ څخه تر ۴ دانو پورې پسته خوړل د زړه روغتیا په ښه کیدو کې ډيره مرسته کوي، ځکه په پسته کې داسې مواد شتون لري چې د کولیسټرول لرونکو خوړو څخه غوړ جذب کوي او وینه پاکوي، همدارنګه د دې لارې زړه په ښه والي کې مرستې وړ ګرځي.
- وزن کمولو له پاره پسته وخورئ: پسته کې ډیره انرژي شتون لري خو د زیاتي وزن کمولو له پاره ډیره اړینه ده، په دې کې پروټينو سره سره فایبر په ډيره کچه شتون لري چې د میټابولزم یا د هضم نظام چټکولو کې مرسته کوي.
- د معدې له پاره ګټورې باکتریاوې تولیدوي: پسته کې شته فایبر هضم پیاوړی کوي او د معدې له پاره د ګټورې باکتریا اندازه لوړوي.
- د سترګو نظر ښه کوي: پسته کې شته ویټامین ای د سترګو د لید له پاره ډیر اړین دي، همدارنګه په پسته کې کیکروټین هم د سترګو د نظر له پاره ګټور دي ځکه د عمر په تېریدو سره کمیږي، خو پسته هغه ټول ګواښونه له منځه وړي او ورڅخه ساتنه یې کوي.
- د وینې فشار په ساتلو کې مرسته کوي: د پستې ډیر خوړل د وینې د فشار لوړوالی ټيټوي، د روغتیایي څېړنو د راپورونو له مخې پسته کې میګنیزم، پوټاشیم او فایبر په پراخه کچه شتون لري چې د وینې د فشار کنترولولو کې مرسته کوي، په ورځني ډول د پستې خوړل پیاوړي اکسایډنټس بدن ته ورکوي چې بدن ورسره پیاوړی کيږي.



اعلان