د ملاریا داسې درمل پیدا شوي چې د بیا راتلو مخه یې نیسي

روغتیا

د ملاریا داسې درمل پیدا شوي چې د بیا راتلو مخه یې نیسي

570

د امریکا نیویارک ښار کې د ملاریا نوي درمل پیدا شوي چې په کارولو سره یې د ملاریا ناروغۍ د بیا راتلو مخه نیسي، د ملاریا ناروغۍ جراثیم په سینه او ځيګر کې تر ډیرې مودې پاتې کیږي او د بیا بیا راتلو ویره یې وي، یو جراثیم چې د (تافلي پلازموډیوم وایواکس) په نوم یادیږي د ملاریا د بیا بیا راګرځيدو لامل او هر کال نړۍ کې ۸۵ لکه کسان پرې اخته کیږي.
د ملاریا نوي ترلاسه شوي درمل چې د ټیفنو کوئن په نوم یادیږي ډیرې ښه پایلې ورڅخه ترلاسه شوي دي، خو معلومه نه ده چې د نړۍ څومره هېوادونه به دې درملو ته اجازه ورکړي.
د یادونې وړ ده چې د ملاریا ناروغي په وچو او دښتو لرونکو سیمو او په ځانکړي ډول د افریقا په لویه وچه کې ډیره موندل کیږي، د لویانو په پرتله کوچنیان پرې زر اخته کیږي او د ناروغۍ بیا بیا راتلل یې کمزوري کوي، یو غوماشه د ناروغ څخه جراثیم روغ ته لیږدوي چې له امله یې روغ کسان هم ورڅخه متاثره کیږي.
د دې له پاره د امریکا ایف ډي ای له خوا منل شوي درمل ټیفنو کوئن په ینه کې شته جراثیم په ډیره چټکۍ سره له منځه وړي، کوم کسان که د جي-۶ پي ډي اینزائم ستونزه ولري باید د دې درمل له کارولو ډډه وکړي ځکه چې د هغوي بدن کې د وینې د کمي لامل کیږي.



اعلان