پر حيوان تېری؛ هند کې وزه له ډله ‌ييز جنسي تېري وروسته وژل شوې

پام وړ

پر حيوان تېری؛ هند کې وزه له ډله ‌ييز جنسي تېري وروسته وژل شوې

817

د هند د هریانې په مېوات سیمه یوه ډله کسانو پر یوې امېندواره وزې باندې جنسي تېری کړی دی.
د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې، وزې له تېري وروسته ژر ساه ورکړې ده. تېري کوونکي اته کسان وو چې درې یې پېژندل شوي. دوی ماښام مهال دغه کار ترسره کړی دی.
پولیسو ویلي، د پېژندل شویو کسانو د نیولو له پاره مو پر بېلابېلو ځایونو چاپې وهلي، خو په نیولو یې بریالي شوي نه یو.
چارواکو ویلي، د عدلي طب پایله کې مالومه شوې چې وزه د سختو ټپونو له امله مړه شوې ده.
د وزې خاوند چې پولیسو ته یې شکایت کړی وایي، تېري کوونکي چې نشه ښکارېدل، ګواښ یې وکړ چې پر ټولو حېواناتو به دې تېری وکړو.
هندوستان ټایمز بیا د وزې د خاوند له خولې لیکلي چې د شپې یوولس بجې مې غږ واورېده، بهر چې ووتم، نو درې تنه مې ګېر کړل.
دی زیاتوي، دغه کسان مو ووهل او اعتراف یې وکړ چې نور پنځه ملګري هم لري.
پولیسو ویلي چې دغو درې کسانو تېر کې هم غېر قانوني کړنې ترسره کړي او موټرسایکلونه یې غلا کول.
هند کې پر کوچنیو ماشومانو، پېغلو او مساپرو د جنسي تېري پېښې هم ډېرې زیاتي کېږي.



اعلان