چین کې پر یوه تعمیر د نړۍ لوړ مصنوعي ځړوبی جوړ شو

پام وړ

چین کې پر یوه تعمیر د نړۍ لوړ مصنوعي ځړوبی جوړ شو

1064

چین کې پر یوه تعمیر باندې د نړۍ تر ټولو لوړ مصنوعي ځړوبی (ابشار) جوړ کړل شوی دی چې لیدونکي حېرانوي.
دغه ځړوبی د چین په ګیواني یانګ ښار کې د لایی بیان نړیوالې پلازې پر یوه څنډه جوړ شوی چې تصویرونه او ویډیوګانې یې په ټولنیزو شبکو کې ډېر لاس په لاس کېږي.
د تعمیرونو ماهرینو دغه کار د ټېکنالوژۍ شاهکار ګڼلی دی.
دغه تعمیر ۱۰۸ متره لوړوالی لري، خو د ځړوبي لوړوالی ۱۰۰ متره دی.
کله چې خلکو په لومړي ځل دغه ځړوبی ولید، نو فکر یې کاوه چې ګنې کوم پایپ مات شوی، خو وروسته یې باور راغی چې دا د انسانانو په لاس جوړ شوی ځړوبی دی.
ځمکې ته د ځړوبي تلونکي اوبه د اوبو په ټانکیو کې جمع کېږي او بیا د قوي اوبو پمپونو (واټر پمپونو) په واسطه بېرته پورته ځي او بیا بېرته لاندې راځي.
د ځړوبي د برېښنا لګښت په یوه ساعت کې ۱۲۰ ډالره دی.



اعلان