د وینې فشار برابر ساتل مو له دماغي ناروغیو ساتي

روغتیا

د وینې فشار برابر ساتل مو له دماغي ناروغیو ساتي

384

په عام ډول که چرته د وینې د فشار اندازه ۱۲۰ وساتل شي د عمر په تېریدو سره د دماغو د کمزورتیا او د الزایمر (حافظې کمزورتیا) د ناروغیو ګواښ هم ورسره کمیږي، د وینې فشار په مناسبه اندازه ساتل د حافظې د کمزورتیا ګواښ ۱۹ سلنه او د ډیمنشیا (دماغي ناروغي) ګواښ ۱۵ سلنه کموي.
شیکاګو ښار کې د الزایمر ناروغۍ اړوند په کلنۍ غونډه د دې ناروغۍ د مخنیوي پروګرام پروفیسور هیډر سنایټر ویلي، د دې څېړنې پایله به نور کلونه وخت ونیسي، تر اوسه معلومه شوې چې د وینې فشار په روغتیایي ډول سم ساتل د الزایمر او د نورو ناروغیو مخنیوی کوي.
امریکا کې یوازې د الزایمر په ناروغۍ ۵ میلیونه کسان اخته دي، په دوی کې د ۲۰۰ زره کسانو عمرونه له ۶۵ کلونو کم دي، تر اوسه د دې ناروغۍ درملنه په پوره ډول شونې نه ده خو د روغتیا ساتلو له امله د دې ناروغۍ اثر کمیدلی شي، د وینې د فشار سسټولک وینشن ټرایل یا اسپرنټ مرکز سروې کې ویلي که چرته د وینې فشار ۱۲۰ یا له دې کم وساتل شي نو د فلج، زړه ناروغي او پښتورګو د ناروغۍ ګواښ تر ډيره له منځه وړي، سروې کې چې کومو کسانو د وینې د فشار اندازه ۱۲۰ یا کمه ساتلې وه په هغوي کې د ډیمنشیا او الزایمر ناروغيو هېڅ نښې ونه موندل شوې، خو د لوړ فشار لرونکو کې دماغي ستونزې ډيرې وې، له دې امله د وینې فشار برابر ساتل ډیر اړین دي.
روغتیا پوهانو ویلي، چې د وینې فشار سم ساتلو له پاره هره ورځ بدني تمرین، لږه مالګه، سبزیانې او تازه مېوې ډیرې ګټورې دي.



اعلان