پوهانو د نړۍ تر ټولو پخوانی رنګ مالوم کړ

پام وړ

پوهانو د نړۍ تر ټولو پخوانی رنګ مالوم کړ

344

د اسټرالیا د نېشنل پوهنتون یوه ساینسپوه نور ګوینیلي په خپله څېړنه کې نړۍ کې تر ټولو پخوانی رنګ مالوم کړی دی.
دغه څېړنه چې PNAS مجله کې نشر شوې، په کې راغلي، نړۍ کې تر ټولو پخوانی رنګ (تېز ګلابي رنګ) دی چې د موریتانیا هېواد په یوه دښته کې د پخوانیو ډبرو په ژورو کې یوې ډبرینې تختې لاندې پروت و.
مقاله کې ویل شوي چې د دغو ډبرو لرغونوالی ۱.۱ میلیارد کلونو ته رسېږي.
یاد څېړونکی چې د دوکتورا رساله یې لیکلې، ویلي یې دي چې دا رنګ د کلوروفیل مالیکولي پاتې شوني دي.



اعلان