چرګ د غوښې زیانونه

روغتیا

چرګ د غوښې زیانونه

1427

د چرګ غوښه یو له هغو خوراکونو څخه ده چې ډیر خلک یې د خوړلو کوښښ کوي، زموږ ټولنه کې د چرګ غوښه ډير عام خوراک ګرځيدلې، ډیر خوراک یې په روغتیا بده اغیزه هم کوي، خوراک یې باید په اندازه او په سمه توګه پخه شي.
د چرګ د غوښې زیانونه:
د زړه د ناروغۍ ګواښ ډیروي:
پروټین لرونکي خواړه لکه د چرګ غوښه، شیدې، سره غوښه، هګۍ او داسې نور د کولسټرولو او وینې غوړ بدن ته په ډیره کچه تولیدوي او د رګونو د ناروغۍ ستونزې چې وروسته د زړه په ناروغۍ بدلیږي پیدا کوي، دا ناروغي په نړۍ کې د ډیرو خلکو د مړینې لامل کیږي.
یوې څېړنې خلکو ته خبرداری ورکړی چې ډیر پروټین لرونکي خواړه د منځني عمر خلکو کې د زړه د دریدلو خطر ۳۳ سلنه ډيروي، که چیرته په خپلو خوراکونو کې شیدې، چرګ، پنیر او دا ډول خواړه کم نه کړي د دوی د زړه د ناروغۍ ستونزه ۴۹ سلنه زیاتیږي.
بدني وزن په ساتلو کې ستونزه پیدا کوي:
حیواني پروټين په ډیره کچه کارول د وزن او روغتیا په ساتلو کې ستونزې پیدا کوي، د چرګ غوښه ډیره خوړل میټابولیزم او د هضم نظام کمزوری کوي چې په پایله کې وزن ډیریږي او روغتیا خرابوي.
د چرګ غوښه په زهرو بدلیږي:
د چرګ غوښه تل ډیر اور ته اړتیا لري، خو که په لږ اور پخه شي نو زهریله ګرځي، له دې امله د چرګ غوښه باید له نورو خوراکونو لرې وساتل شي تر څو یې له ستونزو په امن یاست، خو که چرته مو په لاس ولګیده باید لاس ووینځل شي.
د چرګ غوښه دومره ګټوره نه ده:
د چرګ غوښه که په سمه توګه پخه شي روغتیا له پاره ګټوره ده، که په غوړو کې پخه یا ډيرې مسالې په کې وکارول شي نو له ګټې یې زیان ډیریږي.



اعلان