تاریخ کې تر ټولو وژونکي هوایي بریدونه چې ۱۰۰ زره کسان یې وژلي: ځلاند ویب پاڼه

تاریخ کې تر ټولو وژونکي هوایي بریدونه چې ۱۰۰ زره کسان یې وژلي

د پرون کيسه

تاریخ کې تر ټولو وژونکي هوایي بریدونه چې ۱۰۰ زره کسان یې وژلي

543

تاریخ کې د پېژندل شوو جګړو سربیره دویم نړیوال جنګ ډیر د پام وړ دی، د ځینو راپورونو له مخې د قربانیانو شمېر یې له ۶۰ میلیونو اوړي او د تاریخ پاڼو کې د وژونکو جنګونو په سر کې ثبت شوی، دا یو له هغو جنګونو دی چې د الوتکو د بریدونو په واسطه په کې ډیر خلک وژل شوي دي، د دې تر څنګ یې ډیر ښارونه لکه روټرډيم، لندن، درسډن، هامبورګ او برلین په څېر د د هوایي بریدونو له امله ویجاړ کړي دي، د ۱۹۴۵ کال مارچ میاشت کې د چاپان پلازمېنه ټوکیو ښار د بمبارۍ، ویجاړونې او وژنۍ له امله د تاریخ په اوږدو کې د ټولو په سر کې دی.
د ۱۹۴۵ کال د پسرلي په موسم کې جنګ د اروپا پر ځمکه و او د المان پوځونو شا تګ پیل کړی وو، اروپایي پوځونه د برلین ښار ته نږدې شوي و، خو د اسیا پر خوا جنګ له اروپا مختلف وو، ځکه هلته چاپان د وسلې ایښودو ته تیار نه وو او د جنګ په کولو یې ټينګار کاوه، د چاپان پر وړاندې جنګ د امریکا له پاره ستونزمن، د ډیر لګښت سره سره د اوږدې مودې جنګ ثابتېدلی شو.
جنګ د سختیدو له امله امریکا د بي-۲۹ ډوله بمونه چې (Boeing B-29 Superfortress) نوم هم یادیده په ۱۹۴۴ کال کې د جاپان په ځینو ښارونو ور وویشتل، امریکایي پوځونو له چین او د ماریانا د ټاپوګانو د جاپان ویشتل پیل کړل، خو د امریکا الوتکې د وریځو، ګرد او هوا له امله په دې ونه توانیدل چې خپلې موخې په سمه توګه په نښه کړي او دا یې پر وړاندې لویه ستونزه وه، خو د ۱۹۴۵ کال په جنورۍ میاشت د امریکایي پوځونو جنرال کریټس لومي د یوې نوې پریکړې وړاندیز امریکایي چارواکو ته وکړ او د امریکا د ولسمشر مرستیال هیري ټرومون له لورې ومنل شو، د دې سره یې د جاپان پر لویو ښارونو توغندي ویشتل پیل شول، د جاپان غټ ښارونه یې د پلازمېنې ټوکیو په ګډون ټول ویجاړ او غوښتل یې چې د جاپان پوځ او حکومت دې ته اړ کړي چې وسله وغورځوي.
د ۱۹۴۵ کال د مارچ میاشتې پورې امریکایي پوځيانو د جنرال کریټس وړاندیز پلی کولو کې کومه د اندیښنې وړ ستونزه رامخې ته نه شوه، هوایي بمبارۍ او لویو توغندیو د ټوکیو ښار ویجاړ او د اوسېدونکو یو لوي شمېر یې وواژه.
د مارچ میاشتې په ۹ مه نېټه د سهار شاوخوا پنځه نیمې بجې یو وار بیا امریکا د خپلو بمونو په غورځولو پیل وکړ او ۳۳۴ بي-۲۹ ډوله بمونه یې د جاپان په ټاپوګانو وغورځول، د شپې په نیمایي کې د امریکا الوتکو د ټوکیو شاوخوا الوتنې کولې چې نړۍ د دې وحشي هوایي بریدونو ننداره وکړي چې تر اوسه تاریخ نه دي لیدلي.
امریکا د متحده ایالاتو د پوځي سرچینو پر وینا، زموږ الوتکو د ټوکیو ښار څخه د ۵۰۰ نه تر ۷۰۰ مترو پورې لوړې الوتنې کولې او ۲۸۲ بمبونو د ویشتلو وړتیا یې لرله چې په مستقیمه توګه خپلې موخې ته ورسیږي، همدارنګه ۱۸۰۰ ټنه غېر قانوني بمونه هم د ټوکیو ښار او څنډو ته نږدې شوي وو، خو د جاپان ودانۍ په ډير مهارت سره د مضبوطو لرګیو جوړې شوې وې او د سوځيدنې له پلوه ډيرې په اسانۍ له منځه ولاړې.
بمبارونو پایله کې ټوکیو ښار کې د ۱۹۴۵ کال د مارچ میاشتې د ۹مې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې په ۱۶ میله مربع کې ۵۰۰ زره کورونه له منځه ولاړل او په کې له یو میلیون ډير وګړي هم ووژل شول، خو د ډیرو تاریخپوهانو په وینا چې د امریکا له خوا په دې بمبارونو کې د ۱۰۰ زرو ډير جاپانیان سوځول شوي او وژل شوي، د یو میلیون ډير ټپیان شوي چې دا شمېره وروسته نوره هم لوړه شوه، دا د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو وینه تویوونکې او وحشي بمباري بلل کیږي.
له بلې خوا امریکا ته د جاپان په پرتله دومره زیان نه وو رسیدلی، ځکه د امریکا ۲۷ بمونو د جاپان هوایي دفاعي نظام ویجاړ کړی و، خو په دې جنګ کې د امریکا ۲۴۳ پیلوټان وژل شوي وو.