فارن پاليسي: عمران خان به بدلېږي، د پاکستان سياست نه

نظر او تحليل

فارن پاليسي: عمران خان به بدلېږي، د پاکستان سياست نه

948

د پاکستان په ټاکنو کې لومړني معلومات ښيي، چې د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان له نورو وړاندې دی، هغه د بهرني سياست پر ځای له فساده ډېر غږېږي او کله چې د نورو دولتونو په اړه خبرې کوي، نو لهجه يې له دښمنۍ ډکه وي او «نړيواله ټولنه» د خپل ځان او پاکستان کې د ډيموکراسۍ ضد بولي.

په تېرو دوو لسيزو کې له امريکا او افغانستان سره د دې هېواد اړيکې د طالبانو پر سر خرابې دي او له هند سره خو يې له يادو دوو هېوادونو هم ژبه ترخه ده.

د پاکستان مشرتابه هڅه کوي چې چين سره د پياوړې اړيکې جوړولو لپاره توزان رامنځته کړي، خو له دې امله چې د چين پورونه پرې سترې کچې ته رسېدلي دي، دا اړيکه هم خوندوره نه ده.

د کرېکټ لوبغاړی

فارن پاليسي امريکايي مجلې ليکلي، چې دا ټولې هغه ننګونې دي، چې د کرېکټ لوبغاړی عمران خان او د هغه ګوند ورسره مخ دي.

سره له دې چې ټول د عمران خان د بريا وړاندوينه کوي، خو هغوی دا يوه کمزورې بريا بولي، دا به هغه څه وي چې عمران خان په بهرنيو مسالو کې پر پوځ تکيې ته اړ باسي.

د خان دا دريځ له پخوا څرګند دی، چې امريکا‌دښمني ښکاره کوي، هغه په پاکستاني سيمو کې د امریکايي الوتکو د الوت ضد څرګندونې کوي او د «ترهګرۍ» پر ضد د امريکا د بریدونو مخالفت کوي.

امريکا دښمني

په دې وروستيو کې چې واشنګټن وويل، چې پاکستان ته به نورې خپلې مرستې تر هغه ودروي، تر څو چې دا هېواد د طالبانو او حقاني شبکې پر ضد خپل دريځ ونيسي، عمران خان په فوري توګه دا غوښتنه وکړه، چې د پاکستان له خاورې دې امريکايي ډپلوماتان او استخباراتي کسان وويستل شي او له دې دې ايساره کړل شي، چې د پاکستان د هوا او زمکې له لارې افغانستان کې خپلو ځواکونو ته تجهيزات ورسوي.

هغه امريکايي ولسمشر تورن کړ چې غواړي له پاکستانه د قربانۍ پسه جوړ کړي او پر ټولو هغو شيانو سترګې پټوي چې پاکستان ترهګرۍ سره د مبارزې لار کې ګاللي دي.

فارن پاليسي مجله پر دې تبصره کې وایي، چې سره له دې چې خان د برتانيې په اکسفورډ پوهنتون کې زده‌کړه کړې او د نړۍ پر سطحه يې ښځې پسې اخيستې دي، خو امریکا سره يې دا دښمني د سياست د «ملي‌توب» څرګندونه کوي چې پاکستان ورسره لاس و ګرېوان دی.

په ۲۰‍۱۳ کې ۶۴ سلنه پاکستانيانو امريکا خپله دښمنه بللې وه او خان په ځواک او پابندۍ له دې دښمنۍ ګټه پورته کړه.

خان به بدل شي

خو له دې هر څه سره فارن پاليسي تمه څرګندوي چې خان به واک ته له رسېدو سره سم د امریکا د دښمنۍ له دې سپرلۍ راښکته شي. مجله زياتي چې خان کله د واک مسالې په عملي توګه خپلې مخې ته وګوري، نو هوايي خبرې به يې کمې شي، ځکه تجربو دا ښودلې چې په ټوله نړۍ کې واک دا اغېز لري، چې ډېری مشران منځلاري کوي او خان به هم همداسې شي.

د مجلې په وينا د پاکستان د واکمنۍ يوه عملي قضيه دا ده چې د پاکستان بوځ له امريکايي مرستو تر ټولو ستر برخمن دی، دا پر دې سربېره چې د بهرني سياست پرېکړې کوي او پوځ به هيڅکله هم دغه مرستې او امریکا سره اړيکې له لاسه ور نه کړي.



اعلان