ولید بن طلال له فرض لمونځ وروسته یوه شپه کې ۱۵۳۰ رکعاته لمونځ کړی

پام وړ

ولید بن طلال له فرض لمونځ وروسته یوه شپه کې ۱۵۳۰ رکعاته لمونځ کړی

2105

د سعودي مشهور سرمایه دار ولید بن طلال په یوه شپه کې د ۱۵۳۰ رکعتونو د لمونځ کولو وروسته یې په ټولنیزو رسنیو له یوه نوې او په زړه پورې پېښه خپره شوې، کله چې نوموړي پوځ کې دنده ترسره کوله په خپله به یې د اوسېدو خونه ترتیب کوله، پاکې اوبه به یې هم په خپله برابرولې، دا ټول به د پوځي کسانو په لارښوونه ترسره کیدل.
ولید بن طلال په ټویټر یو لنډ مطلب خپور کړی او ویلي یې دي، زه له یوې ملازمې سره د اونۍ په رخصتۍ کې مخ شوم چې د دفتر په تنظیم او ترتیب کې مشغوله وه او ورسره دوه سعودیانې نورې هم وې چې نومونه یې امل او منیره را وښودل.
ولید بن طلال د هغوي په اړه وویل: "زه د هغوي سره یم، د هغوي کوښښ ستایم او مننه ترې کوم چې د اونۍ په رخصتۍ کې هم خپل کارونه نه پریږدي، ځکه چې د اونۍ په رخصتۍ کې د هغوي له پاره هېڅ د کار کولو اړتیا نشته، زه کولی شم چې خپلې ستونزې حل کړم، ما په پوځ کې خدمت کولو، خونه به مې په خپله ترتیب او پاکوله، اوبه به مې ځان له پاره په خپله راوړلې، کار عزت دی که کوچنی وي او یا لوی".
پر ټویټر د دې لیکلو وروسته ځینو فعالانو د شهزاده ولید بن طلال یو عکس له ورځپاڼې نشر کړی چې ورسره لیکل شوي، ولید بن طلال په یوه شپه کې ۱۵۳۰ رکعاته لمونځ کړی دی.
د سعودي ورځپاڼې د انځور او خبر له مخې ولید بن طلال د درې میاشتو راهیسې لمونځ نه و کړی خو په ناڅاپي ډول ورپه زړه شول، په لمونځ یې پیل وکړ او د درې میاشتو قضا شوی لمونځ یې په یوه شپه کې را وګرځولو.
ورځپاڼې د راپور له مخې ولید بن طلال د ماښام له ۸ بجو څخه تر سهار ۱۰ بجو پورې له خوراک، څښاک، ارام او چاته له لاس ورکولو پرته قضایي لمونځ پوره کړ.



اعلان