سویډنۍ زده کوونکې په یوازې ځان د یوه افغان پناه غوښتونکي د شړلو مخه نیولې

پام وړ

سویډنۍ زده کوونکې په یوازې ځان د یوه افغان پناه غوښتونکي د شړلو مخه نیولې

1583

سویډن کې یو افغان پناه غوښتونکی چې حکومت یې د شړلو پرېکړه کړې او الوتکه کې ناست د افغانستان پر لور روانېدونکی و، یوې سویډنۍ زده کوونکې یې له شړلو سره مخالفت کړی.
نوموړې له خپل فېسبوک حساب څخه ژوندۍ ویډیو کړې او د الوتکې د عملې د ډېر ټینکار سربېره یې الوتکه کې پر خپل سیټ باندې له کېناستو انکار کړی.
نوموړې چې یو مهال ژړغونې کېږي، هغو خلکو ته چې له دې  د کېناستو غوښتنه کوي وایي، څه شی ډېر مهم دی، یو ژوند که ستاسو وخت؟.
دغه الوتکه چې د سویډن له ګوتنبرګ څخه استنبول ته روانېدونکې وي، چارواکو یې ډویچ ویلې ته تایید کړې چې یو دوه پنځوس کلن افغان پناه غوښتونکی په کې سپور و چې د پناه غوښتنه یې رد شوې او اوس افغانستان ته استول کېدونکی و.
ایلن ایرسن چې د ګوتنبرګ پوهنتون محصله او استنبول ته روانه وي په خپلو خبرو کې وایي، که هغه لاړ شي، نو ښایي ووژل شي.
چارواکو ویلي چې افغان پناه غوښتونکی له الوتکې کښته کړل شوی دی.
سویډن کې د پناه اخیستل ډېر ستونزمن دي.



اعلان