د کب غوښه د ډیرو وژونکو ناروغیو مخنیوی کوي

روغتیا

د کب غوښه د ډیرو وژونکو ناروغیو مخنیوی کوي

950

کبان د ډیرو ناروغیو مخه نیسي او له وخته مخکې د مرګ لاملونه ۴۰ سلنه له منځه وړي.
د چین ژجیانګ پوهنتون کې یوه روغتیایي څېړنه ترسره شوې چې پایله یې جرنل اف انټر میډیسن مجله کې خپره شوې، څېړنې ښودلې چې په ډیره اندازه د کب غوښه خوړل ښځو کې په ځانګړي ډول د الزایمر ناروغۍ له امله د مرګ ګواښ ۳۸ سلنه کموي، خو په نارینه و کې د سږو او سینې د ناروغۍ ۳۷ سلنه مخه نیسي.
له دې وړاندې په یوه روغتیایي راپور کې ویل شوي و چې د کب غوښه کې اومیګا ۳ فیټي ایسډز شتون فزیکي پړسوب او چاغوالی له منځه وړي، چې د سرطان او زړه د ناروغۍ لامل کیږي.
کب د روغتیا له پاره ډير ګټور دی چې د ترکارۍ په ډول پوخ او وخوړل شي، د سینې او سږو د ناروغیو مخه نیسي، خو که وریت یا په اور سور شي د ساینسپوهان په نظر ټرانس فیټي ایسډز پیدا کوي چې روغتیا ته زیان رسوي.
دې څېړنه کې په ۱۶ کلونو کې ۱۵۰ زره نارینه و او ۸۰ زره ښځو ګډون کړی و، د څېړنې په اوږدو کې له ۵۴ زره ډیر نارینه او ۳۰ زره ډیرې ښځې مړې شوې دي.
پایله کې نارینه چې د کب غوښه یې ډیره خوړله د زړه ناروغي ۱۰ سلنه، سرطان ۶ سلنه او د سږو د ناروغي ګواښ یې ۲۰ سلنه لږ کړی وو، همدارنګه په ښځو کې یې د زړه د ناروغۍ ستونزه ۱۰ سلنه کمه کړې وه.
د وریت شوي کب غوښه ښځې په ډول ډول ناروغیو اخته کوي چې د مرګ لامل کیږي.



اعلان