د نيلسن منډيلا دويم مخ: ځلاند ویب پاڼه

د نيلسن منډيلا دويم مخ

د پرون کيسه

د نيلسن منډيلا دويم مخ

278

د سويلي افريقا «اتل» چې سولې لپاره د نوبل جايزې ګټونکی هم دی، تر ۲۰۰۸ پورې د امریکا په تور لېست کې و. سره له دې چې نوموړی اوسمهال د سوله‌ييزې مبارزې سرلاری بلل کېږي، خو د هغه ژوند او افکار له توندلاريتوبه ډک وو.

د سياسي مبارزې په پيل کې نوموړي د مهاتما ګاندي په څېر د سوله‌ييزې مبارزې پلوی و، خو وروسته يې تاوتريخوالي ته مخه کړه.

د شاربويل ټولوژنې –چې ۷۰ تنه ولسي خلک په کې ووژل شول-، منډيلا پر خپله مبارزه غور ته اړ کړ او دې پايلې ته ورسېد چې د ګاندي تګلاره د يرغلګرو پر ضد کار نه ورکوي، همدا مهال يې پرېکړه وکړه چې تشدد ته پر تشدد ځواب ورکړي او د ماو زيډونګ او چي ګيوارا افکار يې خپل کړل.

منډيلا خپل ګوند کې د همدې افکارو د مطرح کولو له امله له منصبونو لرې او له ګونده جلا شو، خو وروسته يې الجزاير ته مخه کړه، هلته يې پوځي زده‌کړه وکړه او بېرته راستون شو. په دې اړه وايي: «زه د سويلي افريقيا لومړی کس وم چې الجزاير کې مې پوځي زده‌کړه وکړه.. له الجزايره خپل وطن ته راستون شوم، خو «سړی» راستون شوم».
سرچينه: منډيلا په الجزاير کې

منډيلا په ۱۹۶۲م کال کې د بندي کېدو تر وخته وسله وال مقاومت ته دوام ورکړ، په ۱۹۶۴م کې د عمري قيد سزا ورکړل شوه او په ۱۹۹۰م کې له زندانه خوشې شو.

زندان نه له خوشې کېدو وروسته مانډيلا په ډاګه کړه، چې د تشدد تګلاره يې نه ده خوشې کړې.

مانډيلا د الجزايري جګړه مارو په منځ کې - الجزاير ۱۹۶۱م