ولې له خپل عمره ستر ښکارئ؟

روغتیا

ولې له خپل عمره ستر ښکارئ؟

686

ځينې انسانان له خپل عمره څو کلونه مشران برېښي او که له چا يې د عمر پوښتنه وشي، ډېر يې ښيي. المانۍ مجلې «فروينډين) څرګنده کړې ده، چې ځينې خواړه د دې لامل کېږي چې د عمر د ډېروالي نښې نښانې راڅرګندې کړي او يا لږ تر لږه کس زوړ ښيي.
هغه خواړه دا دي:
خوږه:
د خوږې ډېر خوراک د انسان پر مخ د زړښت نښې راڅرګندوي، داسې چې د خوږې جزيات له پروټين سره ګډېږي، نو کله چې خوږه له هغې اندازې ډېره وخوړل شي چې بدن يې وېشلی او زغملی شي، پوستکي کې د کولاجين مادې د له منځه تلو ګواښ ډېروي چې دا ماده د پوستکي په تازه او ځوان ساتلو کې ستر رول لري.
مالګه:
روغتياپوهان وايي چې بدن ته د ورځې يوازې نيمه وړه کاشوغه مالګه بس ده، دا هغه اندازه ده چې نږدې ټول خلک ترې اوړي او دا ښايي د مخ او پوستکي د غړندتوب لامل شي.
د ليمو اوبه:
له څېړنو سره سم په تېزابي جوسونو کې ليمو د غاښونو له پاره تر ټولو ډېر ضررناک شمېرل کېږي. دغه تېزابيت شايد د الرژۍ او د رنګ د بدلېدو لامل شي او غاښونو کې د درزونو سبب وګرځي.
قهوه:
دا مشروب د غاښونو رنګ بدلوي او کافيين ماده جسم خشکوي، پوستکی بدرنګوي او زوړ يې ښيي. دا چاره د ټولو هغو توکو له کبله رامنځته کېږي چې کافيين ماده په کې پرته ده.



اعلان