د چرګ غوښه روغتیایي ګټې لري

روغتیا

د چرګ غوښه روغتیایي ګټې لري

1255

نړۍ کې د چرګ غوښه په ډيره کچه خوړل کیږي، ځکه چې پخلی یې اسان او په ډيرو ډولونو سره پخول کیږي.
د چرګ غوښه کې پروټين په ډيره کچه شتون لري، د سرې غوښې پر ځای یې سپینه غوښه روغتیا له پاره ډیره اړینه ده، د چرګ غوښه د روغتیا له پاره ګټوره ده. د چرګ د غوښې ګټې:
په ورځني ډول د چرګ غوښه خوړل:
پوهانو د وینا له مخې که چیرته انسان له ۶۵ نه تر ۷۵ کیلو وزن ولری، شپه او ورځ کې باید ۲۰۰ ګرامه د چرګ غوښه وخوري، له دې ډیر خوراک یې وزن ډیروي او ستونزې پیدا کوي.
د چرګ غوښه د پروټينو ترلاسه کولو ښه لار ده:
د چرګ غوښه پروټين لري چې د فزیکي پیاوړتیا او بدني جوړښت له پاره ډیر ګټور دي، همدارنګه بدن ته ګواښ رسوونکي مواد له منځه وړي.
د چرګ غوښه ارام بخښونکې ده:
د چرګ غوښه په انسان کې د ارامۍ احساس پیدا کوي، ځکه په دې کې امینو ایسډ ټریپیتوفن شتون لري، چې په دماغو کې سیروټونین (چې عصبي حجرو ته وده ورکوي او ډيره برخه یې هاضمې نظام کې وي) د کچې په ډیرولو سره دماغو ته ارام وربخښي.
د ناروغتیاو پر وړاندې انسان پیاوړی کوي:
د چرګ غوښه د اینټي اکسایډنټ سیلینیوم د لاسته را وړنې ښه وسیله ده، ځکه د عمر په ډیروالي سره د وینې او رګونو پورې تړلې ناروغتیاوې، دماغي او بدني کمزورتیاو پر وړاندې فعالیت کوي.
د وینې غوړ (کولسټرول) برابر ساتي:
د چرګ په غوښه کې ویټامین بي ۳ په ډیره کچه شتون لري، بدن ته د داخلیدو سره سم په کاربوهایډریټ بدلیږي، د وینې په غوړو کې کمی راولي او د زړه د ناروغۍ مخه نیسي.
میتابولیزم یا هضم کې مرسته کوي:
د چرګ غوښه کې ویټامین بي ۶ د شتون له امله میتابولیزم او هضم ښه کوي، چې د وزن په ساتلو کې هم مرسته کوي.
بدن ته په ډیره کچه پروټين ورکوي:
مایو کلینیک د یوې څېړنې له مخې په خوارکي توکو کې کلوریز د ۱۰ نه تر ۳۵ سلنه پورې پروټين وي، خو له اړتیا ډیر پروټين زیان رسوي ځکه چې بدن غوړ خوارکونه ساتي چې وزن او وینه کې د غوړو د زیاتیدو لامل کیږي او ستونزې پیدا کوي.



اعلان