"پر وژنو، تښتونو او جنسي زیاتي تورن جنرال د زندان پر ځای خپل دفتر او کور ته لاړه"

نظر او تحليل

2625

نیویارک ټایمز ورځپاڼې افغانستان ته د ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د بېرته راتګ په اړه یوه مقاله خپره کړې.
ورځپاڼه لیکي، دوستم، چې د جنسي زور زیاتي، تښتولو، وژنو، د بشري حقونو د سرغړونو او د خپلې لومړی ښځې د وژنې تورونه پرې پورې دي، له یوه کاله زیات تبعید وروسته افغانستان ته ستون شو.
کابل کې یوه حکومتي پلاوي او ظاهراً یوه داعشي ځانمرګي بریدګر ورته ښه راغلاست ووایه.
د لوړ پوړو چارواکو یوې لیکې د دوستم الوتکه ولیده، خو له تورونو سربېره یې دوستم ته د زندان پر ځای خپل دفتر او کور ته خوندي لاره ورکړه.
د مقالې لیکوال لیکي، دا هغه معامله وه چې د دوستم د ازبک پلوه ملاتړو د پراخې نارامۍ له امله د ولسمشر غني له لوري شوې.
د دوستم له لوري د هوایي ډګر له پرېښودو ژر وروسته یو ځانمرګي بریدګر شل کسه ووژل او نوي کسه نور ټپیان شول.
پلویان یې پر دوستم تورونه ردوي. ملا محمد قاسم وایي، هغه میلیونونه ملاتړي لري او پر ضد یې ټول تورونه بې بنسټه دي.
له تبعیده د دوستم راتګ د هغه له هیاهوی او ناکراره ژوند یو بل پارټ دی. بې سواده پخوانی کمونست دوستم چې جنګسالار شوی، په اوږدې افغان جګړه کې کله د یوه او کله د بل لوري ملګری پاتې شوی.
ورځپاڼې د دوستم د ۲۳ کاله پاتې شوي پخواني خدمتګار، صالح محمد فیضي له خولې لیکي چې دوستم د خپلې لومړۍ ښځې، خدیجې، پر وژلو تورن دی. هغه پر خپلو سیاسي مخالفینو او پر کوچنیو (هلکانو-نجونو) پر جنسي زور زیاتي هم تورن دی.
فیضي چې اتریش کې یې پناه اخیستې وایي، زه خبر یم چې هغه څوک وژلي، کله او چېرته یې جسدونه ایښي دي.

 



اعلان