امریکایي رسنۍ: امریکا او طالبانو غېر مستقیمې خبرې کړي

ګنګوسې

امریکایي رسنۍ: امریکا او طالبانو غېر مستقیمې خبرې کړي

1668

امریکایي این بي سي رسنۍ وایي، امریکایي چارواکي پخوانیو طالب چارواکو سره کتنې کوي.
رسنۍ وایي، درې طالب قومندانانو ورته دغه خبر ورکړی دی.
طالبانو ویلي چې امریکایانو سره یې په افغانستان، قطر او متحده عربي اماراتو کې خبرې کړي دي.
طالب سرچینو ویلي، له امریکایانو سره یې د قطر ناسته ډېره دوستانه وه چې چای او بسکټ په کې وړاندې شول. سرچینې زیاته کړې، په هوټل کې دننه او بهر ټینګ امنیت و او د هوټل ګارسونانو د داخلېدو اجازه نه درلوده.
طالبانو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په رسمي ډول د دغو راپورونو تایید نه دی کړی.
څو ورځې وړاندې نیویارک ټایمز په یوه راپور کې وویل چې امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ډېپلوماټانو ته له طالبانو سره د مخامخ خبرو کولو امر کړی، تر څو افغانستان کې د امریکا روانه اوږده جګړه پای ته ورسوي.



اعلان