بې خوبۍ نه د ځان ساتلو لارې چارې

روغتیا

بې خوبۍ نه د ځان ساتلو لارې چارې

594

اوسنیو بوختیاو له امله په ټولیز ډول شپه او ورځ کې د خوب اندازه ۶ ساعتونو ته رسیدلې، خو روغتیاپوهان له ۷ نه تر ۸ ساعته د خوب لارښوونه کوي، ځينې د خوب په ارزښت پوهیږي او په پوره ډول خوب کوي، خو ډيری د ویده کیدو هڅه کوي خو له سترګو یې خوب تښتیدلی وي، که چیرته له داسې حالت سره مخ شوې نو د خوب راوستلو اسانې لارې چارې شته چې تاسو درملو ته نه اړ کوي.
کمپیوټر، ځيرک مبایلونه او ټابلیټونه له ځانه لرې کړئ: دا هغه شیان دي چې د خوب سخت دښمنان دي، د دې الاتو له ښیښو وتونکې ابي رنګه رڼا له دماغو خوب هیروي، له خوب کولو وړاندې باید دا ډول الات بند او له ځانه لرې شي.
له خپلې بسترې ولاړ شئ: که چیرته تر ۲۰ دقیقو ویده نه شوئ نو پاڅئ او بل خوا ته ولاړ شئ، په کوم کار ځان بوخت کړئ، تر څو خوب درشي.
تلویزیون ته ډیر وخت مه ورکوئ: ډیر وخت تلویزیون ته تېرول هم خوب خرابوي او انسان نشي کولی چې زر ویده شي.
ګرمې شیدې او شات: د شپې له خوا په ګرمو شیدو کې شات ګډ او ویي څښئ، د خوب له پاره ګټوره نسخه ده، ځکه په شیدو کې امینو ایسډ ټرائیپټوفان شتون لري چې د هارمون سیروټونین اندازه لوړوي او دماغو ته د زر خوب راوستلو لامل کیږي، په شاتو کې کاربوهایډیټ شته چې دماغو ته هارمون په تېزۍ سره رسوي.
فزیکې تمرین کول: که چیرته د بې خوبۍ له ستونزې سره مخ یاست نو بدني تمرین پیل کړئ، یا د دماغو د ستړیا له پاره داسې کتاب ولولئ چې هېڅ په زړه پورې نه وي.
د خوب وخت معلوم کړئ: که د شپې له خوا تر ډیره په ویښه عادت یاست، نو لازم ده چې د خوب وخت مو وټاکئ، که خوب نه درتلو بیا هم په خپله بستره کې پاتې شئ تر څو مو عادت بدل شي، همدارنګه لوستل هم دماغو ته ارام ورکوي او د ښه خوب لامل کیږي.
په تړمو اوبو لامبل: دا د ژمي په موسم کې ډيره اړینه ده، له ویده کیدو دوه ساعته وړاندې په تړمو اوبو سره لامبل مو خوب ښه کوي.
له درملو ځان ساتل: ډیری خلک د خوب راوستلو له پاره درمل کاروي چې په راتلونکې کې ورته بې شمېره ستونزې پیدا کوي، د دې له پاره اړینه ده چې له ډاکټر سره مشوره وشي.
همدارنګه د خوب له پاره مناسب ماحول جوړول هم لازم دي تر څو مو خوب کې کومه ستونزه رانشي او خوب مو خراب نه شي.



اعلان