ډېپلوماټ: افغانانو د ولسمشر غني له لوري د نوییمو کلونو د ټوپکیانو د نیولو هرکلی کړی

نظر او تحليل

ډېپلوماټ: افغانانو د ولسمشر غني له لوري د نوییمو کلونو د ټوپکیانو د نیولو هرکلی کړی

526

ډېپلوماټ رسنۍ د ولسمشر اشرف غني له لوري د غېر مسووله وسله والو او جنګسالارانو د نیولو په تړاو یوه مقاله خپره کړې.
د رسنۍ په وینا، زیاتره جنګسالاران د هغو ډلو پورې تړلي چې د شوروي پر ضد یې جګړه کړې او له ۱۹۹۲ ز کال وروسته په کورنیو جګړو کې ښکېل پاتې شوي.
د دوی د نیولو پېل له نظام الدین قیصاري څخه وشو، څوک چې د تبعید شوي لومړي مرستیال رشید دوستم باوري کس دی. له قیصاري وروسته یو شمېر نور کسان هم ونیول شول.
د رسنۍ په باور، که څه هم په فاریاب او سمنګان ولایتونو کې د قیصارې نیولو پارونې وکړې، خو له دې سربېره عامو افغانانو د حکومت له لوري د جنګسالارانو له واکه ګوښه کول ستایلي دي.
دغه راز په ټولنیزو شبکو کې هم افغانانو د دغې کړنې هرکلی کړی دی.
د مقاله لیکوونکي په باور، د عامو خلکو د ملاتړ سربېره به د جنګسالارانو پر ضد ګامونه اوچتول د غني د ادارې له پاره له جدي چلېنجونو خالي نه وي.
د مقالې لیکوال وایي، د افغانستان له څلور دېرشو ولایتونو څخه ډېر یې د یوه یا ډېرو جنګسالارانو تر نفوذ لاندې دي چې اشرف غني به یې پر ضد له ګام پورته کولو وړاندې دوه ځله فکر وکړي.



اعلان