د شپې نا وخته ډوډۍ خوړل د سینې او مثانې د سرطان لامل کیږي

روغتیا

د شپې نا وخته ډوډۍ خوړل د سینې او مثانې د سرطان لامل کیږي

1033

د شپې له خوا د ډوډۍ خوړلو وخت معلومول د روغتیا له پاره ډير اړین دي، ځکه چې د سرطان په څېر د وژونکې ناروغۍ لامل کیږي.
د هسپانیې په بارسلونا فار ګلوبل روغتیایي انسټيوټ کې څېړنه ترسره شوې چې د شپې له خوا باید خوراک ۹ بجي او یا لږ تر لږه له ویده کیدو دوه ساعته وړاندې وکړل شي ځکه د سینې او د مثانې د سرطان ګواښ کموي.
څېړنه کې ښودل شوې، د شپې له خوا ۱۰ بجې او یا له ویده کیدو لږ وړاندې ډوډۍ خوړل د سرطان د ناروغۍ ګواښ ډيروي او هغه څوک چې ۹ بجې او یا له ویده کیدو لږ تر لږه دوه ساعته وړاندې یې ډوډۍ خوړلې وي د سرطان د ناروغۍ ګواښ یې د نورو په پرتله ۲۰ سلنه کمیږي.
څېړنه کې ویل شوي چې د شپې د ډوډۍ وخت او د سرطان ناروغي له یو بل سره نږدې اړیکه لري، له دې امله څېړنه کې له ګډون کوونکو د ډوډۍ د وخت، خوب او نورو عادتونو په اړه وپوښتل شول، پایله کې څرګنده شوه، هغه کسانو چې د سینې او مثانې سرطان درلود هغوي د شپې له خوا ډوډۍ خوړلو کې وروسته والی کاوه او یا به یې له ویده کیدو لږ وړاندې ډوډۍ وخوړله، له دې امله د سرطان په وژونکې ناروغۍ اخته شول.
څېړونکو ویلي، د شپې ډوډۍ او یا د شپې له خوا کار کول بدن اغیزمن کوي او په دې اړه ډیرې بدې پایلې را مخې ته شوي چې د سرطان د مخنیوي له پاره یې د خوراک او خوب په اړه بدلون راوستی، په ځانګړي ډول د شپې د خوراک وخت ټاکل ډير اړین دي.



اعلان