سیاه دانه وخورئ او له ډیرو نارغیو ځانونه وژغورئ

روغتیا

سیاه دانه وخورئ او له ډیرو نارغیو ځانونه وژغورئ

1096

سیاه دانه (حبة السوداء) نوم سره خو به ډیری لوستونکي بلدتیا لري، ځکه ډیر خلک یې په خوراکونو کې هم کاروي، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې هم د خوړلو لارښونه کړې.
سیاه دانه د خوند او بوي سره سره ډیرې روغتیایي ګټې هم لري، ځکه سیاه دانه کې ویټامین، امینیو ایسډز، پروټين، فیټي ایسډز، اوسپنه، پوټاشیم، کیلشیم او نور ډیر شیان په کې په پراخه کچه شتون لري، هره ورځ د سیاه دانې خوړل روغتیا ته کومې ګټې رسوي او له کومو ناروغیو مو ساتي، په لاندې ډول دي:
ویښتانو د توییدلو مخه نیسي: د سیاه دانې تیل ګرم کړئ او ویښتان پرې په سمه طریقه غوړ کړئ، یو ساعت وروسته یې ووینځې، په اونۍ کې دوه یا درې ځل دا عمل ترسره کړئ، ویښتان به مو پیاوړي او توییدل به یې بند شي.
له قبض مو ساتي: قبض د مخنیوي له پاره لږ اندازه د سیاه دانې تیل په چایو کې ګډ او بیا یې وڅښئ د قبض او هاضمې له پاره ښه نسخه ده.
د زیړي مخنیوی کوي: بادیان د شپې له خوا په اوبو کې واچوئ، سهار یې له اوبو لرې او په هغه اوبو کې یوه کاشوغه د سیاه دانې تیل ګډ کړئ، هره ورځ یې وڅښئ د زیړي ناروغي به مو له منځه ولاړه شي.
د مخ دانې له منځه وړي: یو ګیلاس د لیمو شربت او نیمه کاشوغه د سیاه دانې تیل سره ګډ کړې او هره ورځ یې دوه ځل په مخ ومږئ، د مخ پوستکی نرموي او هر رنګه داغونو پاکوي.
پښو د پوندو چاودیدل: د سیاه دانې سوچه تیل په پوندو ومښئ ډير ګټور دي.
شکر ناروغي: یوه کاشوغه د سیاه دانې تیل د یوې پیالې تورو چایو سره (چې شیدې په کې نه وي) ګډ کړئ او هر سهار یې وڅښئ په څو اونیو کې به یې اثر ووینئ.
حافظه تېزوي: سیاه دانه میده کړئ او شاتو سره یې په خپله اندازه ګډه کړئ، د حافظې تېزولو له پاره اړینه نسخه ده.
د ساه بندۍ یا نفس تنګۍ ناروغي: میده شوې سیاه دانه او شات په ګرمو اوبو کې واچوئ نو د ساه اخیستو په اړه چې کومې ستونزې وي مخنیوی یې کوي، خو دا کار د یوې نیمې میاشتې پورې باید هره ورځ ترسره شي او ورسره له یخو څښلو ځان وساتل شي.
سر درد: سر د سیاه دانې په تیلو غوړ کړئ نو له درد به خلاص شئ.
وزن کمول: ګرمې اوبه، شات او لیمو سره ګډ او بیا په کې لږه اندازه سیاه دانه واچوئ، څو ورځو پورې یې هره ورځ وڅښئ، د وزن ستونزه به مو حل شي.
هډوکو د بندونو درد: لږه سیاه دانه د شړشمو تیلو سره ګډه او تر هغه وخته ګرم کړئ چې له تیلو لوګي پورته شي، بیا د هډوکو درد لرونکي بندونه پرې غوړ کړئ، له دردونو به ارام ومومئ.
د وینې د فشار ناروغي: که څوک د وینې د فشار ناروغي ولري د سیاه دانې یوه کاشوغه تیل د ګرمو اوبو سره ګډ او هره ورځ یې باید وڅښي.
پښتورګو ساتنه هم کوي: نیمه کاشوغه د سیاه دانې تیل او دوه کاشوغې شات د ګرمو اوبو سره ګډ او څښل یې پیل کړئ، پښتورګو کې د تیږو، زخم او پښتورګي له نورو ستونزو هم ساتي.
غاښونه پیاوړي کوي: له غاښونو د وینې راتلل، بریښیدل او یا کمزوری کیدل، سیاه دانه د مستو سره ګډه کړئ او د ورځې دوه ځله یې وخورئ، غاښونه به مو پیاوړي شي.



اعلان