کافي انسان د زړه له ناروغۍ ساتي او عمر یې ډيروي

روغتیا

کافي انسان د زړه له ناروغۍ ساتي او عمر یې ډيروي

563

لندن کې د برتانیې د پوهانو له خوا د کافي په اړه څېړنه ترسره شوې او د کافي څښونکو ته یې زیری ورکړی چې هره ورځ ۸ پیالې کافي څښونکي ډیر ژوند کولی شي.
څېړونکو د برتانیې اوسېدونکي په ګډون څېړنه ترسره کړې او پایله کې یې ښودلې، کوم خلک چې کافي کاروي نو د هغوي عمرونو کې تر ۱۰ کلونو ډیروالی راځي.
څېړنه کې د برتانیې ۵۰۰ زره ځوانانو ګډون کړی وو، په دوی کې د کافي نه څښوونکي کسان هم شامل وو چې د نورو په پرتله د دوی عمرونه لږ او په څېرو یې د زوړوالي نښې له ورایه ښکاریدې.
پوهانو ویلي، د کافي څښل د انسان بدن او روغتیا کې غوره بدلون راولي چې د ډول ډول ناروغیو مخه نیسي او په ځانګړي ډول د زړه د ناروغۍ په مخنیوي کې ډيره مرسته کوي، همدارنګه د امیندوارو ښځو له پاره هم د کافي څښل ډير ګټور دي.
په څېړنې کې د کافي څښوونکو او نه څښوونکو د سګرټو او نورو روغتیایي معلوماتو سره یو ځای یې وینې د معاینې له پاره لیباټرۍ ته لیږل شوې وې.
همدارنګه د امریکا په یوه مجله کې راپور خپور شوي چې د برتانیې په څېړنه کې د ګډون کوونکو له ډلې د ۱۴۲۰۰ کسانو چې کافي یې نه څښله په ناڅاپي ډول مړه شوي دي.



اعلان