روغتياپوهان ولې هره ورځ د مميزو پر خوړلو ټينګار کوي؟

روغتیا

روغتياپوهان ولې هره ورځ د مميزو پر خوړلو ټينګار کوي؟

710

مميز داسې وچه مېوه ده چې د ډېرو خلکو خوښېږي، خو له دې سره سره يې هم ښايي په ډېرو لږو وختونو کې او يا هم په تصادفي توګه وخوري. دا په داسې حال کې ده، چې زموږ نيکونو د انګورو پر وچولو د مميزو جوړول له دې امله پيل کړي وو، چې د کال په اوږدو کې يې له روغتيايي ګټو برخمن وي. پر دې سربېره مميز (کشکمش، وڅکې) په ګڼو مشهورو خوړو کې هم کارول کېږي.

خو روغتياپوهانو اوس ټينګار کړی چې مميز باید په ورځنۍ توګه وخوړل شي، ځکه دا وچه مېوه له ګڼو روغتيايي ګټو ډکه ده، خو دا ګټې کومې دي؟

وچې مېوې چې هر ډول وي، سره له دې چې په لوړه کچه خوږه يا شکره لري، خو بيا هم ګټورې ګڼل کېږي او خلک يې ډېرې خوښوي. که څه هم څوک د مميزو پر روغتيايي ګټو چورت نه وهي، خو چې ترلاسه يې کړي، خوري يې.

روغتياپوهان ټينګار کوي چې د شکرې له لرلو سره سره مميز د انسان روغتيا ته ډېر ګټور دي، ځکه چې دې کې «هايلين اوليونوليک او اوليونوليک اسيد» شتون لري.

ازموینو ښودلې ده چې دا دوه طبيعي توکي د هغو بکترياو د ودې مخنيوی کوي چې له امله يې د خولې، غاښونو او وريو ناروغۍ راپيدا کېږي. روغتياپوهان ټينګار کوي چې دا توکي د غاښونو د خرابېدو او رژېدو او د ورويو د ناروغيو مخه نيسي. خو دا په دې معنا نه ده چې خوله دې هره ورځ په ښه توګه نه پاکول کېږي.

د المان غږ له راپور سره سم له همدې امله د نړۍ روغتياپوهان وايي، چې بايد هره ورځ په کافي توګه مميز وخوړل شي.



اعلان