د ریالېزم د پيدايښت مبارزه

نظر او تحليل

د ریالېزم د پيدايښت مبارزه

353

د ریالېزم په هکله تر ټولو مهمه موضوع دا ده، چې ریالېزم د یو عکس العمل په توګه د (هنر د هنر لپاره) د ايډیا پر خلاف منځته راغی. د ریالیستي افکارو انعکاس لومړی په ادبیاتو کې نه، بلکې په انځورګرۍ کې مطرح کېږي. د ریالېزم لارښوود ګوستا کوربټ (۱۸۱۹-۱۸۷۷م) په دې هکله وایي:((د هنر د هنر لپاره د نظريې هدف پوچ او بې مانا دی.)) 

د کوربټ اثار او تابلوګانې په رومانتیکو نندارتونونو کې د تحقیر سبب شوې، همدا دلایل و چې نوموړی د خپلو اثارو د دفاع په برخه کې له دوی سره ښکر په ښکر شو او ځانته یې بېل نندراتون جوړ کړ. کوربټ له دوه کلنې (۱۸۴۸-۱۸۵۰ م) مبارزې وروسته په دې بریالی شو چې عمومي افکار ځانته ته راجلب کړي. د نوموړي بریالیتوب د ادبیاتو په برخه د ریالیستي لیکوالانو لپاره هم موثر ګامبلل کېږي. 
د ریالېزم ښوونځی لومړی په فرانسه کې منځته راغلی، د دې مکتب سرلاري د هنر او ادب لومړني هنرمندان او لیکوال وو چې له هغې جملې (شانفلوري، مورژه، دورانتي) د یادونې وړ دي. د ریالېزم نوم او قواعد 
لومړی شانفلوري په (۱۸۴۳م) کال په خپله یوه لیکنه کې ولس ته ور وپېژندل.نوموړیپه دې اند دی چې د ریالیست عنوان نسبت ما ته کېده، همغسې لکه څنګه چې د رومانیتک نسبت په (۱۸۳۰م) کال رومانتیکو لیکوالواو شاعرانو ته ورکول شوی و.
شانفلوري او دورانتي دواړه د رومانتېزم مخالف وو، دوی د بورژویانو له منځه تللی ژوند او د عادي وګړو د اندېښنوصحنې رواخیستې او په خپلو اثارو کې یې هغوی ته ځای ورکړ.دورانتي ډېر ټولنیز او د خلکو عادات او رسمونه خوښوونکی شخص و، ښه هنر یې هغه ګاڼه چې د ټولنې لپاره ګټور واقع شي، دورانتي د (ریالېزم) تر عنوان لاندې مجله خپروله او په دې ډول یې د رومانتیکانو پر وړاندې درانه ګوزارونه پیل کړل. هوګو، موسه، او ځینې نورو ته یې سپکاوی او د نړۍ تر ټولو وروسته پاتې شاعران یې بلل. د ریالېزم مجله له پنځو میاشتو وروسته ودرول شوه، خو په دې سره د ریالېستانو فکرونه ساړه نه شول، بلکې د ریالېزم او د بالزاک د اثارو د اصولو په پېروۍ یې کتابونه او رومانونه منځته راوړل چې د زیاتې توجه وړ ونه ګرځیدل، لامل یې دا و چې دوی دومره مهارت نه درلود او د منځنۍ درجې لیکوال وو.

هر ادبي جریان او دوره ځانته ځانګړتیاوې لري، له نورو دورو جوت توپېرونه خپلوي، لکه اووم قرن چې د تراژیدۍ او اتمدنثر او شعرعصر بلل کېده. رومانتیک رومان هم د خیالي نړۍ او شاعرانه عالم سره تړاو درلود. تئوفیل ګوتیه په (۱۸۶۷م) کې د هماغه دور پر شعري ذوق غږېږي او د وخت ذوق نور له شعر څخه مخ اړولی بولي. د رومانتېزمپه پای کې لیکوالو د شعر او خیال پردازۍ په پرتله ډېره توجه علمي، تاریخي او ټولنیزو مسائلو ته کوله. همدا مهال الکساندر پوشکین (هنر د خلکو لپاره) تر عنوان لاندې یو پېچلی بحث منځ ته راوړاو په دې ډول له یو لړ نیوکو سره هم مخامخ شو. 
باید له هر څه دمخه پر دې موضوع فکر وکړو چېریالېزم انتقادي بڼه لري او دا انتقاد په پوهنو او هنرونو کې پټ دی. په رومانتیک دور کې رومان ډېر پرمختک کړی و، د (۱۸۵۰ – ۱۸۹۰م) کلونو دننه په غربي ادبیاتو کېرومان مخکښ پړاواود اولېدرجېنوم او ارزښتلهځان سره درلود. رومان د رومانتېزم پر خلاف واقعيت راسپړي او له افسانو، خوبونو، خیالاتو او اشباحو څخه لرې والی اختیاروي. کوم شی چې د دغو دواړو ادبي مکتبونو ګډ ټکي جوړوي، زماني او مکاني سفرونه دي،چې دا برخه په رومانتېزم کې ډېره قوي ده. په ریالېزم کې د خیالي نړۍ د جوړولو پر ځای لرې پرتو سیمو ته د واقعيت په وزرو سفرونه کېږي او لیکوال شانفلوري په (۱۸۷۲م) کال د ریالېزم په تعریف کې وایي:((نننی انسان، په نويتمدن کې. )) 
موږ نشو کولی ریالېزم او رومانتېزم د دوو واقعي او غیر واقعي ښوونځیو تر عنوان لاندې د یو او بل په وړاندې ودروو. رومانتېزم یوه محسوسه نړۍ کشف کړې وه، کوم چې د ریالېزم لپاره یو نوی پيل و او په دېډولریالېزمد رومانتېزم ځای ناستیټاکل کېږي، خو بیا هم ځمکه او اسمان توپیر لري.



اعلان