که يوه مياشت خوږه و نه خورئ څه به در پېښ شي؟

روغتیا

که يوه مياشت خوږه و نه خورئ څه به در پېښ شي؟

601

خوړو ته ورزيات شوي خواږه د روغتيا لپاره تاواني دي، ځکه غاښونه زيانمنوي، د وزن د ډېرېدا ګواښ را ولاړوي او اضافي کالوريانې لري، چې له وټامنونو، پورتينونو او معدنونو پرته دي.

خو که تاسو د دېرشو ورځو لپاره له خوږې خوړلو لاس ونيسئ څه به در پېښ شي؟ په دې اړه د «بازفيډ» يوې خپرې شوې ويډيو ځواب ويلي، چې موږ يې دلته لنډون درته وړاندې کوو.

په دې ننګونه کې دريو تنو ګډون کړی، ځينې داسې وو چې د خوږو کېکونو خوړل يې خوښ و او په لومړيو کې يې له دې سر ټکاوه چې خوږه ورته نه رسېږي.

خو په وروستۍ ورځ هغوی څرګنده کړه چې غوره پايلې يې ترلاسه کړي. په دوی کې يوه تن پينځه پاونډه يا ۲.۲۶ کيلو ګرامه وازدې له بدنه بايللې وې، بل داسې احساس کاوه چې د پخوا په پرتله ډېر پياوړی دی.

په پای کې يوې ګډونوالې پر دې اعتراف وکړ چې اوس د خوږې په غم کې نه ده او د نېکبختۍ احساس کوي.



اعلان