د شلمې پیړۍ تر ټولو وژونکی سیلاب چې ۴ میلیونه وګړي یې وژلي

د پرون کيسه

د شلمې پیړۍ تر ټولو وژونکی سیلاب چې ۴ میلیونه وګړي یې وژلي

427

د تاریخ په اوږدو کې چین له ډیرو طبیعي پېښو سره مخ شوی هېواد دی چې د میلیونو وګړو د مړینې لامل شوي دي، چین کې د زلزلو سربیره سیلابونه هم د دې لامل شوي چې دا هېواد یې د انسانانو په تاریخ کې تر ټولو ناوړه پېښو په قطار کې راوستی.
د ۱۹۳۱ز کال د اګسټ میاشت کې د چین یانګتزي سیند ټوله نړۍ حیرانه کړه، د اوبو لوړې کچې یې د شلمې پیړۍ تر ټولو ناوړه پېښه رامینځته کړه، ټوله سیمه د سیند اوبو ونیوله او لسګونه میلیونه خلک یې کډوالۍ ته اړ کړل، څو میاشتو کې یې په مستقیم او غېر مستقیم ډول میلیونه وګړي ووژل.
د یانګتزي سیند موقعیت د چین په منځنۍ جنوبي برخه کې دی او د نړۍ دریم تر ټولو اوږد سیند شمیرل شوی، له پخوا راهیسې به د سیمې اوسیدونکو د دې سیند اوبه د څښاک او کروندې له پاره کارولې، د اوبو له ګټې اخیستنې له امله په تدریجي ډول یې د اوسیدونکو نفوس زیات او سیمې سوداګریزه بڼه غوره کړه.
د دوه کاله پرلپسې وچکالۍ وروسته چین کې د ژمي موسم ډير یخ او په غرونو واورې ووریدلې، د ۱۹۳۱ز مارچ میاشت کې د پسرلي په رارسیدو سره بارانونه پیل او د جون او جولای میاشتو کې د یانګتزي سیند د اوبو کچه د اورښت او واورې د ویلي کیدو له امله ډیره لوړه شوه، د اګسټ میاشت کې یې د سیلاب شکل غوره او خلک یې بې ځایه کیدلو ته اړ ایستل.
د ۱۹۳۱ز کال د اګسټ میاشتې په پیل کې ۵۰۰ زره وګړي د اوبو د ډیروالي له امله کډوالۍ ته اړ شول او ډیرې زرخیزه ځمکې یې له لاسه ورکړې.
د اګسټ میاشتې په وروستیو کې د یانګتزي سیند سیمه کې د سیلابونو ناورین وګرځيد او د اټکل له مخې ۱۸۰ زره کیلو متره ځمکه اوبو پټه کړه، چې د انګلستان هېواد څخه یې مساحت ډیر و، د لسګونه زره کسانو د وژلو او سیمه کې د قحطۍ لامل شو، همدارنګه چین کې د نورو سیندونو د اوبو کچه هم ډیره شوه، لسګونه میلیونه وګړي یې بې کوره او د لوږې له کړاو سره مخ کړل، د خوراکي توکو نه شتون ژوندې خلک دې ته اړ کړل چې د مړو شوو انسانانو غوښې وخوري، د انسانانو د غوښو د خوراک له امله ډیری خلک د ملاریا او کلورا په ناروغیو اخته او مړه شول.
د چیني چارواکو د احصایو له مخې د یانګتزي سیند د سیلاب له امله دوه میلیونه خلک وژل شوي دي، خو د معاصرو تاریخپوهانو په وینا دې پېښې څلور میلیونه کسان وژلي دي.
د یادونې وړ ده چې دا سیلاب د ډیرو خلکو د مړینې له امله د شلمې پیړۍ تر ټولو لوی سیلاب شمیرل شوی دی.



اعلان