د افغانستان دولس ډېمونه؛ پاکستان ته نوی ګواښ

نظر او تحليل

د افغانستان دولس ډېمونه؛ پاکستان ته نوی ګواښ

1386

د ده نېشن پاکستانۍ ورځپاڼې د پورته سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې چې په کې یې پاکستان کې د اوبو پر کموالي اندېښنې څرګندې شوي او د هند او افغانستان له لوري د ډېمونو جوړول پاکستان ته لوی ګواښونه ګڼل شوي دي.
د مقالې لیکوال د پوښتنې په ډول لیکي، هند خو وکړل، خو ایا موږ پوهېږو چې افغانستان به موږ سره څه وکړي؟
لیکوال وایي، د ۲۰۱۰ ز کال په اوړي کې موږ خبر شو چې افغانستان یو یا دوه نه، بلکې پر کابل سیند دولس ډېمونه جوړوي او هند یې بشپړ ملاتړی دی او د دولس ډېمونو جوړول به پر پاکستان برید وي.
لیکوال لیکي، هند نه یوازې تخنیکي ملاتړ کوي، بلکې پانګونې ته هم چمتو دی او نړیوال بانک هم چمتو دی چې افغانستان ته د ډېمونو جوړولو له پاره اته میلیارده ډالر ورکړي.
لیکوال د کابل د سیند پر ازرښت هم غږېدلی او وایي چې دغه سیند نهه میاشتې اوبه لري او د خېبرپښتونخوا کرنې ته اتیا سلنه اوبه ورکوي.
لیکوال وایي چې پاکستان باید د کالاباغ ډېم جوړ کړي. کالاباغ هغه ډېم دی چې له پنجاب پرته د پاکستان نورې صوبې یې د جوړولو مخالفې دي. دغه ډېم په پښتونخوا کې دی چې نشنل ګوند یې مازې د جوړېد خبرو ته هم توند غبرګون ښیي.
لیکوال د پاکستان له پاره دا هم د اندېښنې وړ بللې چې پاکستان له هند سره د اوبو تړون لري، خو افغانستان سره یې نه لري.
پاکستان د اوبو له سخت بحران سره مخ دی او راتلونکو کلونو کې د دغه بحران د زیاتېدو وېره څرګنده شوې. اوس پاکستان کې د ډېمونو پر جوړولو جدي خبرې کېږي.



اعلان