هره ورځ څومره مالګه خوړل ګټور دي؟

روغتیا

هره ورځ څومره مالګه خوړل ګټور دي؟

547

د ډیرې مالګې استعمال د فلج او د زړه د حملې ویره ډيروي، خو لږ خوراک یې هم ستونزې راولاړوي.
کاناډا د میک ماسټر پوهنتون او د هیملټن هیلت ساینسز مرکز کې یوه روغتیایي څېړنه ترسره شوې چې د لانسیټ جرنل په مجله کې خپره شوې، د څېړنې له مخې ډیره لږه مالګه خوړل هم انسان د فلج او زړه په ناروغیو اخته کوي، په دې څېړنه کې له ۴۹ هېوادونو څخه د ۱۳۰ زره کسانو روغتیا وکتل شوه چې د مالګې د زړه او فلج په څېر ناروغیو سره څه اړیکه ده، په پایله کې وښودل شوه، که څوک د وینې د فشار ناروغي هم ولري په خوړو کې د لږې مالګې استعمال یې د فلج او زړه د ناروغۍ ویره زیاتوي.
څېړونکو ویلي، د ډيرې مالګې او یا د لږې مالګې خوړل دواړه روغتیایي ستونزې پیدا کوي.
نړیوال روغتیایي مرکز له خوا هره ورځ د ۵ نه تر ۶ ګرامه مالګه خوړل د روغتیا له پاره اړین ښودل شوي دي، خو له ۳ ګرامو لږه مالګه خوړل وژونکې ناروغي پیدا کوي.
څېړونکو دا هم ویلي، چې له ۳ ګرامو څخه لږه مالګه خوړل روغتیایي ستونزې پیدا کوي، خو که څوک د وینې د فشار ناروغي ولري هم باید هره ورځ ۳ ګرامه مالګه وخوري.



اعلان