نوې څېړنه: د وچې مېوې خوړل مو د سپرم ځواک زیاتوي

روغتیا

نوې څېړنه: د وچې مېوې خوړل مو د سپرم ځواک زیاتوي

1268

 د یوې نوې څېړنې پایله کې مالومه شوې چې د وچې مېوې د خوړلو له امله د سپرم روغتیا ښه کېږي.
ساینسپوهان وایي، هغو نرانو چې د څوارلس اوونیو له پاره یې هره ورځ چارمغز او بادام خوړل، نو د سپرم شمېر او ځواک یې زیات شوي وو.
دا څېړنه داسې مهال راغلې چې نږدې د ټولې لویدیځې نړۍ د نرانو د سپرمونو په شمېر کې کموالی راغلی. د دغه کموالي لاملونه ناوړه هوا، سګرټ څکل او غېر روغتیایي خوارک ښودل شوي.
له هرو اوو جوړو څخه یوه یې د ماشوم زېږولو له ستونزې سره مخ کېږي چې زیات لامل یې نران وي.
ماهرین وایي، وچه مېوه کې اومېګا ۳ فیټي اسید، انټي اکسیدانت او ویټامین بي فولیټ وي.
ډاکټر ویرجینیا بولټ وایي، دا څېړنه په زړه پورې ده، خو اوس دا نه شو ویلای چې ایا دا به له هغو جوړو سره هم مرسته وکړي چې ماشوم نه شي زېږولای؟.
بولټ دغو ناروغو جوړو ته مشوره ورکړې، که سګرټ یا شراب څښي، نو پرې دې ږدي او روغتیایي خوراک دې وکړي.
دغه څېړنه به د هسپانیې د بارسلونا د اروپایي ټولنې د هیومن رېپروډکش اینډ ایمبرلوژي په غونډه کې وړاندې شي.



اعلان