لامبل په کوم وخت کې ضررناک وي؟

روغتیا

لامبل په کوم وخت کې ضررناک وي؟

1087

امريکايي روغتياپوهانو په يوه ورځ کې له يو ځل له ډېرو لامبلو د ځان ساتلو ویلي دي، ځکه دا کار د انسان بدن ته ستر روغتيايي ضررونه ور پېښوي.

روغتياپوه سولانا سيګال مورير ويلي: «بيا بيا لامبل د بدن د پوستکي هغه ساتونکې برخه له منځه وړي، چې ګټورې بکترياوې او غوړ په کې وي».

ډاکټران ټينګار کوي چې د پوستکي پورتنۍ برخه داسې طبيعي توکي لري، چې موږ له خطرناکو ميکروبونو ساتي، خو صابون او د پاکوالي ټول جيلاتيني توکي لکه شامپو وغيره، داسې کېمياوي مرکبات لري، چې دا طبيعي ساتنه له منځه وړي.

هغوی زياتوي چې له همدې امله پوستکی خشکي پيدا کوي، چوي او نرمېږي، چې ناروغۍ پيدا کوونکې بکترياوې ترې بيا په اسانه تېرېدی شي.



اعلان