د هېوادونو لړلیک، سویس به د کېم-ټرمپ د دویمې سرمشریزې له پاره غوره شي

ګنګوسې

د هېوادونو لړلیک، سویس به د کېم-ټرمپ د دویمې سرمشریزې له پاره غوره شي

365

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دویمې سرمشریزې له پاره به د سویس هېواد غوره کړی شي.
چاپان خبري اژانس کیوډو راپور ورکړی چې د شمالي کوریا او امریکا د مشرانو د دویمې غونډې له پاره د سویس هېواد د غوره کیدو احتمال شته، غونډه به د برن، جینوا او یا د دافوس په ښار کې ترسره شي، بیونګ یانک لوړپوړي چارواکي دغو ښارونو ته د استوګنځیو، د ناستې ځایونو او نورو تاسیساتو د لیدنې له پاره لیږلي دي.
تمه کیږي چې د دویمې سرمشریزې موخه به د کوریا ټاپووزمې د اټومي انرژۍ د ککړتیا په اړه وي، په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د جمعې په ورځ شمالي کوریا ته رسیدلی او په پلازمینه کې به د شمالي کوریا له مشر سره ویني، پومپیو به د دواړو هېوادونو تر مینځ دیپلوماتیکو اړیکو په اړه هم له یو بل سره خبرې وکړي.
کیوډو زیاته کړې، له یوې خوا به شمالي کوریا او د بلې خوا امریکا، چین او جنوبي کوریا به په راتلونکو شپږو میاشتو کې ډیر دیپلوماتیک فعالیتونه ووینې، د سویس هېواد هڅه کوي چې د دوی په منځګړتوب سره به د دې هېوادونو تر مینځ دویمه ناسته او ستونزې له منځه ولاړې شي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د لومړي ځل له پاره د جون میاشتې په ۱۲ نېټه په سینګاپور کې ولیدل او یوه ګډه اعلامیه یې خپره کړه چې د کوریا ټاپووزمه به له اټومي وسلو پاکوي.



اعلان