اسراییلي سرچینې: د متحده اماراتو پوځي پلاوی اسراییلو کې دی

ګنګوسې

اسراییلي سرچینې: د متحده اماراتو پوځي پلاوی اسراییلو کې دی

528

یوه اسراییلي رسنۍ وایي، د متحده عربي اماراتو یو پوځي پلاوی په رسمي سفر اسراییلو کې دی.
۱۲۴ رسنۍ د یوې سرچینې په حواله لیکلي چې دغه پلاوی د امریکا د f-35 جېټ الوتکو د کتلو له پاره ورغلی دی. سرچینې ویلي چې یو امریکایي پوځي پلاوي هم شتون درلود.
اماراتو تر اوسه د دغو راپورونو رد یا تایید نه دی کړی.
وروستي راپورونه د پردې تر شا د یو شمېر عربو هېوادونو او اسراییلو تر منځ د اړیکو ټینګېدا تاییدوي. ځینو اسراییلي لوړ پوړو چارواکو هم له سعودي سره اړیکو لرلو ته اشاره کړې ده.
تېره اوونۍ وویل شول چې سعودي ولیعهد په اردن کې د اسراییلو له لومړي وزیر سره په پټه کتلي دي.
ګومان کېږي چې دوی د ایران پر ضد سره نږدې کېږي.



اعلان