هند: نوې څېړنه ښیي چې د غوا تشې بولې د سرطان درملنه کولای شي

روغتیا

هند: نوې څېړنه ښیي چې د غوا تشې بولې د سرطان درملنه کولای شي

692

د هند د جوناګړ کرنې پوهنتون د بایو ټېکنالوژۍ ساینسپوهان وایي، د غوا تشې بولې د سرطان د بېلابېلو ناروغیو درملنه کولای شي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دوی په خپله څېړنه کې ویلي چې د غوا تشې بولې د سینې، سږو، ګردو او د انسان د بدن د یو شمېر نورو برخو د سرطان درملنه کولای شي.
خو په ټولنیزو شبکو کې د پوهنتون څېړنه باندې سخت ریشخند وهل شوی، پروپاګند او د خندا وړ بلل شوې.
یوه کارن لیکلي، جوناګړ کرنې پوهنتون باید خپل نوم (جوناګړ د غوا د بولو پروپاګند انسټېتیوټ) ته بدل کړي.
یوه بل کارن لیکلي، د غوا بولې روغتیا ته ګواښوونکې دي. دغه څه باید جدي و نه نیول شي. دوی دا د سیاسي موخو له پاره کوي.
د ینګ ګروی په نوم یوه لیکلي، تمه ولرئ چې غوا ته به ژر ښاري تابعیت ورکړل شي.
هند کې د هندو مذهب پېروان غوا ته په ډېره درنه سترګه ګوري. یو شمېر ځایونو کې ورته د خدای درجه هم ورکړل شوې او عبادت یې کېږي.
هند کې د نرېندرا مودي په مشرۍ د هندو نشنلېسټ ګوند له واکمنېدو وروسته دغه هېواد کې د غوا په تړاو چلند کې بدلون راغلی دی.
ډېر ځایونو کې مسلمانان د غوا د لېږدولو په تور وهل شوي او وژل شوي دي. د هېواد په یو شمېر برخو کې د غوا په حلالولو بندیز لګول شوی دی.



اعلان