که غواړئ چې زر ویده شئ دا خوراکونه وخورئ

روغتیا

که غواړئ چې زر ویده شئ دا خوراکونه وخورئ

828

ډیر خلک د داسې ستونزو سره مخ وي چې بستره کې یو خوا بله خوا اوړي را اوړي خو زر خوب نه ورځي، که چیرته له خوب نه وړاندې ځينې خوراکونه وخورئ د خوب راوستلو سره سره بدني روغتیا ته هم ډیره ګټه رسوي.
لږ خوب کول هم انسان په وژونکو ناروغیو لکه د زړه حمله، فلج او داسې نورو اخته کوي، د دا ډول نارغیو باید ځان وساتو او خوب پوره کړو، د دې ستونزې د حل له پاره په طبیعي ډول ځينې خوراکونه دي چې زر خوب راوستلو کې مرسته کوي.
جلیبۍ: د جلیبۍ خوراک سره وینه کې د شکر او انسولین اندازه په طبیعي ډول لوړيږي، چې د خوب راوستلو کې مرسته کوي.
الوبالو جوس: د یوې څېړنې له مخې د الوبالو یو ګیلاس جوس بدن کې د هارمون میلاټونین کچه لوړوي چې د خوب له پاره ډیر مرسته کوونکی دی.
چارمغز: بدن کې د ټراپټوفن د ترلاسه کولو ښه وسیله ده، چارمغز کې امینو ایسډ شتون لري چې بدني هارمون سره مرسته کوي، همدارنګه چارمغز کې ټول هغه مواد موجود دي چې بدن ورته اړتیا لري او د خوب راوستلو کې مرستندوی ثابتیدلای شي.
بادام: د مګنیزیم نه مالامال دي چې دا منرل د خوب او هډوکو له پاره ضروري دي، یوې څېړنې ښودلې چې بدن کې د میګنیشم د کمي له امله انسان ته د خوب په اړه ستونزه پیدا کوي چې بادام یې له منځه وړي.
سپنیې وریژې: په دې کې ګلیسمیک انډیکس په پراخه کچه شتون لري چې د خوب راوستلو له پاره ډیر کار کوي، د اسټرالیا یوه څېړنه ښیي چې څوک سپینې وریژې وخوري نو ویده کیدل یې ډیر وخت نه نیسي.
شات: په دې کې طبیعي خوږوالی د انسولین کچه لوړوي چې د دې په واسطه ټراپټوفن دماغو ته زر ننوځي، له خوب وړاندې یوه کاشوغه شات خوراک د ښه او زر خوب له پاره ډیر ګټور دي.



اعلان