پياز ډېر وخورئ ځانونه روغ وساتئ

روغتیا

پياز ډېر وخورئ ځانونه روغ وساتئ

876

پياز د انسان خوړو کې له اوږدو زمانو ورګډ دي او د روغتيا لپاره ځانګړې ګټې لري. روغتيا او خوړو پوهانو هغه مهم لاملونه په ګوته کړي دي، چې له مخې يې موږ بايد هره ورځ په خپلو خوړو کې دا توکي وکاروو.

پياز له داسې غذايي توکو ډک دي، چې د اکسايډ کېدو ضد دي، وټامنونه او معدني عناصر لري. د منځني حجم يو پياز د انسان بدن ته ۴۴ کالوريانې، د ورځنۍ اړتيا ۲۰ سلنه وټامن سي او لس سلنه وټامن بي۶ ورکوي.

پياز دغه راز د پوټاشيم، مګناسيم، فوليک اسيد او د التهاب ضد کيرسيټين لرونکی دی.

د پخوانيو څېړنو له پايلو څرګنده شوې ده، چې د ايټاليا او سويس اوسېدونکي ځکه ډېر لږ د سرطان پر خپرو ناروغیو اخته کېږي، چې پياز ډېر زيات خوري.

څېړنو همدا راز په ډاګه کړې ده، چې کومو مېرمنو چې د حيض (مياشتنۍ ناروغۍ) له پرې کېدو وړاندې موده کې پياز ډېر خوړلي، له دې مودې وروسته يې د هډوکو حالت ليدل شوی، چې د نورو هغو په نسبت يې په هډوکو کې د معدنونو شتون ۲۰ سلنه پورته دی، کومو چې پياز نه وو خوړلي.

پياز د اينولين مرکب لرلو له امله د هاضمې عمليه هم پياوړې کوي، داسې چې کولمو کې ګټورو بکترياو ته وده ورکوي او د قبضيت مخه نيسي، او وينه کې د شکرې اندازه هم نورماله ساتي. پوهان وايي چې پياز د وزن کمولو يا له ډېره وزنه خلاصون کې هم ګټور دی.

روغتيا پوهان ټينګار کوي، چې له دې امله چې پياز کې د سلفر مرکبات شته، نو له سرو روميانو سره يې خوړل د ليکوبين مرکب نرمښت زياتوي چې له امله يې انسان له سرطان او د زړه له ناروغۍ بچ پاتې کېږي او دماغ، هډونه او سترګې يې پياوړې کېږي.



اعلان