د ګازي مشروباتو څښل د حمل او زېږون فرصوتونه له منځه وړي

روغتیا

د ګازي مشروباتو څښل د حمل او زېږون فرصوتونه له منځه وړي

707

نوې طبي څېړنې څرګنده کړې ده، چې د ګازي مشروباتو په څښلو کې افراط کول پر نارينه او ښځينه دواړو ناوړه اغېز کوي، چې له امله يې ښايي د حمل او زېږون فرصتونه له منځه ولاړ شي.

دا څېړنه چې د امريکا په بوسټن پوهنتون کې ترسره شوې ده، ښيي چې د ګازي مشروباتو ډېر څښل د نارينه پر نارينتوب (جنسي ژوند کې) اغېز پرېباسي، ځکه دا مشروبات په ستره کچه له خوږې ډک دي.

په «Epidemiology» مهالنۍ کې د دې څېړنې خپرو شويو پايلو په ډاګه کړې ده، چې د ګازي مشروباتو څښل د حمل او زېږون فرصتونه کموي.

څېړونکو روښانه کړې ده، چې هره ورځ د يوه يا ډېرو شکره لرونکي مشروب څښل د سړي او مېرمنې د خصوبت کچه راټيټوي.

هغوی دې اشاره کړې، چې دا مشروبات يوازې حمل او زېږون ته ضررناک نه دي، بلکې د چاغښت او او ينې (ځيګر) پر ناروغيو د اخته کېدو ګواښ هم ډېروي.

څېړنه کې بر نږدې ۴ زرو سړو او ښځو ازموينه شوې، چې عمرونه يې له ۲۱ تر ۴۵ کلونو دي. څېړونکو د ګډونوالو معلومات په منظم ډول راټول کړل او ويې موندله چې د ګازي مشروباتو څښلو په سړو او ښځو دواړو کې د حمل او زېږون فرصتونه ۲۰ سلنه کم کړي دي. په دې معنی چې ښايي نارينه ونه توانېږي، چې مېرمن بارداره کړي او مېرمن ونه توانېږي چې له مېړه حمل واخلي او کوچنی وزېږوي.

له څېړنې سره سم هره ورځ لږ تر لږه يو ګازي مشروب څښل په سړو او مېرمنو کې د حمل او زېږون فرصتونه په ترتيب ۳۳ او ۲۵ سلنه کموي.



اعلان